د لاس رسي وړ اتصالات

په افغانستان کی د ملي سراسري جرګې په نوم د یوه خوځښت د رامنځته کېدلو اعلان


د افغانستان نېږدې شپږ اویا سیاسي ګوندونو، ټولنېزو او مدني ټولنو او د ملي شورا ځېنو غړو نن په کابل کې د یوې لویې غونډی په ترڅ کې د افغانستان د ملي سراسري جرګې په نوم د یوه خوځښت د رامنځته کېدو اعلان وکړ.

ددی جرګې په اهدافو کې راغلي چې باید دېرش کلنې غمېزې ته د پای ټکی کېښودل شي او د ټولنیز عدالت د تامین لپاره دی حکومت کار وکړي.

د افغانستان د سراسري ملي جرګې ځینو غړو په خپلو خبرو کې وویل چې باید ایتلاف او ناټو ځواکونه د بې ګناه ملکي وګړو د وژنې نه دی ډډه وکړي او د وژل شویو ملکي وګړو کورنیو ته دی خساره ورکړل شي.

د جرګې غړو د غونډی په ترڅ کې پر افغان حکومت غږ وکړ چې ټولنیز عدالت ته دی پام وکړي او د زور واکانو مخه دی ونیسي

دوی د تخار د خواجه بهاو الدین په ولسوالۍ کې د کډوالو سره د زور زیاتي یادونې په ترڅ کې یې د محلي جنګسالاران د زور زیاتي د مخنیوي غوښتنه وکړه

XS
SM
MD
LG