د پاکستان چارواکي وایی چی نن د پنجشنبې په ورځ په چارصده کی د عوامي نیشنل پارټۍ د مشر اسفندیار ولي کورته نژدې د ځانمرگي بم په چاودنه کې، لږ تر لږه څلور کسه وژل شوي دي . مامورینو ویلي دي چی خپله اسفندیار ولي ته په دې حمله کی څه تاوان نه دی رسیدلی .
د افغانستان جمهور رئیس حامد کرزي په یوې اعلامیې کې دغه حمله غندلې او ویلي یې دي چې ددغه ډول حملو هدف په پاکستان کې د پښتنو کمزوري کول دي.
یو بل خبر وایی چی له دې نه وروسته به په پاکستان کی د ملگرو ملتونو مامورینو ته دا اجازه نه وي چی په هغه ملک کی د خپلو ماشومانو سره ژوند وکړی ، ځکه چی امنیت یې سم نه دی .
د ملگرو ملتو مامورین وایی چی دا پریکړه عمومي منشي تیره میاشت په اسلام آباد کی د لارۍ بم د مرگانۍ چاودني نه وروسته کړې ده .
په دې حمله کی چی په میرېیات هوټل باندي وشوه ، څه د پاسه ٥٠ تنه ووژل سول او په پاکستان کی یې د امنیت په باب زیاتي اندېښنې را پیدا کړې .
برتانیې هم خپلو دیپلو ماتانو ته امر کړی چی د پاکستان نه دي خپل ماشومان را وباسی .