د لاس رسي وړ اتصالات

د ډېرو خلکو لپاره د امریکا کړکیچ یوه لویه د اندېښنې خبره ده


د امریکا اقتصادي کړکیچ نه یواځي په امریکا کې د خلکو ژوند اغېزمن کړی، بلکه نوره نړۍ هم د دغه هیواد اقتصادي پرېکړو او د هغو پایلو ته ځیر گوري.

په نړۍ کې د ډېرو خلکو لپاره د امریکا کړکیچ یوه لویه د اندېښنې خبره ده. ډېر خلک په دې اندېښمن دي چې د امریکا اقتصادي ستونزې به ددوی اقتصادي وضع څنگه اغیزمنه کړي.

لیزا مونټگومري په لندن کې د ښوونې په ډگر کې یوه امریکايي سلاکاره ده. دا هغو کورنیو ته مشوره ورکوي چې غواړي خپل ماشومان امریکا ته د درس لپاره ولیږي

لیزا: "‎فکر نه کوم چې خلک دا فکر کوي چې دا یواځي یوه امرکايي ستونزه ده. خو حل یې باید په داسې حال کې امریکايي وي چې حکومت دغې ستونزې د غوڅولو هڅه کوي. او دا هغه شی دی چې خلک یې په اندېښنه کې اچولي دي. د هرچا پیسې په خطر کې دي او د امریکا حکومت باید کوښښ وکړي چې د حل لاره ورته و مومي‏."‎

ستیفن ریور په جنوبي کوریا کې مېشت امریکایی دی. په وروستیو ورځو کې هغه یوه مجله خپره کړه.

سټیفن: "‎هیڅ څوک نه شي ویلای دا کړکیچ په کومه خوا روان دی. کیدای شي دا یو وار بیا اقتصاد په ټپه ودروي، او یا کېدای شي د اقتصادي بحران د خطر نښې نښانې وي."‎

دغه کړکیچ د نړیوالو مشرانو په مغزو هم سپور دی.

د پنج شنبې په ورځ په سینټ پیټرسبرگ ښار کې د روسیې جمهور رئیس دیمتري میدویدیف او جرمني صدراعظمې انگلا مرکل هم د کړکېچ په هکله خبرې وکړې:

مرکل: "‎له دغه اقتصادي کړکیچ څخه مونږ باید زده کړه وکړو، ځکه چې مونږ هر دوه کاله وروسته د دغه رنگه کړکېچونو توان نلرو. دا له ډېره وخته څرگنده وه چې مونږ باید په حساب کتاب کې صفا ووسو."‎

میدویدیف: "دغو نویو پېښو مونږ ته څه راوښودل؟ دا یې راوښودل چې هغه وختونه تېر شول چې یو اقتصاد او د یوه هیواد پیسه دې په ټوله نړۍ کې غالبه وي‏."‎

مرکل او میدویدیف غږ وکړ چې داسې اقتصادي سیسټم باید جوړ شي چې د ټولو هیوادونو اقتصادي گټې په پام کې ونیسي.

خو دا وخت د امریکا اقتصادي کړکیچ اروپايي اقتصادونه هم زیانمن کړي دي. د بریتانوي شرکت مارک اینډ سپنسر مشر سټوارټ روز وايي:

روز: "‎حکومت او ملي حکومتونه باید مارکیټ ته پیسې ورکړي، او د کورونو د بیو کړکیچ ته د حل لاره و مومي. مونږ د گټې په بنسټ کې استحکام ته اړتیا لرو، او عادي خلک باید دا باور ولري چې دوی د خپل راتلونکي پلان جوړه ولای شي‏."‎

په بریتانیې کې د خلکو د باور ټیټېدو وروسته دوکاندارانو په لسیزه کې بل تر هر وخت زیات تاوان وکړ.

XS
SM
MD
LG