د لاس رسي وړ اتصالات

د نړى د بانکى اعتبار د بحران له امله د اسېا په بازارونو کې داسهامو نرخونه ولوېدل


د دوشنبى په ورځ د اسهامو بازار د دې وېرې په سبب ډېر ټېټ شو چې د امرېکا د بانکى اعتبار جنجال او ستونزه مخ په خورېدو ده او ډېر ژر به په اوروپاکې ېو شمېر نور مهم بانکونه هم وځپى.

په اسېا کې د د جاپان د نېکى اسهامو شاخص د تېرو څلورو کلونو په پرتله ټېټ و او دهانگ کانگ د هان سنگ اسهام پنځه فېصده راټېټ شوى ول.

د اروپا د اسهامو په بازار کې هم د اسهامو مهم شاخصونه په برتانېه، فرانسه او جرمنى کې مخ په زوړه روان وو او په ټوله ورځ کې چې پېرل او پلورل جارى وو په ېووخت کې تر پنځو فېصدو ډېر ښکته شول.

د روسېې د اسهامو ېوه مهم مرکز په موقت ډول دخپلو اسهامو تجارت ددى لپاره بند کړ چې اسهام ېې پنځه لس فېصده راوغورځېدل.

د اقتصاد د خرابوالى په وجه په نړى کې دتېلو بېه هم دومره را ښکته شوه چې په تېرو اتومېاشتو کې ېې سارى نه لېدل کېږى ېو بېرل تېل په نېوېار کې په ٩٠ ډالرو خرڅېدل.

د امرېکا فېدرالى ذخېرې ددوشنبى په ورځ اعلان وکړ چې دوى به نور اقدامات هم وکړى چې د بانکونو لپاره د بانکى اعتبار او پېسو ورکول اسانه کړى.


XS
SM
MD
LG