د لاس رسي وړ اتصالات

د امریکا رپوټ: افغانستان د تزلزل په حال کې دی


د امریکا د نیویارک ټایمز ورځپاڼه وایی چی د امریکا د استخباراتو د یوه لومړنی رپوټ نه دا نتیجه تر لاسه شوې چی افغانستان مخ په ځوړند روان دی.

ددغی ورځپاڼي د معلوماتو په اساس د استخباراتو په دې سري رپوټ کی ویل شوي دي چی په کابل کی د افغانستان مرکزي حکومت ددې توان او قابلیت نه لری چی د طالبانو سره چی د ٢٠٠١ کال را په دې خوا چی د امریکا په مشري قواو را وپرځول ، قوی شوي دي ، وجنگیږي.

یاغي طالبان د پاکستان په سرحدي سیمو کی د غرونو نه چی په کی یې ځانته پټ ځایونه جوړ کړي دي ، په افغانستان باندی حملې کوي.

رپوټ وایي چی د طالبانو سره په مقابله کی د حامدکرزي د حکومت د کمزورۍ اصلي علت په هغه ملک کی د رسمی مامورینو له خوا ډیره زیاته رشوتخوری ده.

په رپوټ کی دا هم ویل شوي دي چی د هیروئینو په قاچاق او تجارت کی زیاتولی هم د هغه ملک په بې ثباتۍ باندی زیات تاثیر کړی دی.

د نیویارک ټایمز ورځپاڼه وایی چی دا رپوټ د امریکا د ملی استخباراتو د ادارې یو رسمی سند دی چی د امریکا د ټولو ١٦ استخباراتی ادارو نظر منعکسوي.

ددې مقدماتي رپوټ وروستی متن به د نومبر په میاشت کی د امریکا د جمهوري ریاست د انتخاباتو نه وروسته خپور شی.

له بلې خوا د امریکا د دفاع وزیر، رابرټ گیټس د پنجشنبې په ورځ د ناټو پر غړو هیوادونو ږغ وکړ چې په افغانستان کې د مخدره موادو د قاچاق د مخنیوي لپاره خپلې هڅې زیاتې کړي.

گیټس چې په بوداپسټ کې یې د ناټو د دفاع د وزیرانو یوې غونډې ته خبرې کولې، وویل چې په افغانستان کې د مخدره موادو د قاچاق د مخنیوي لپاره باید په دغه ملک کې قاچاقبران او د مخدره موادو کارخانې په نښه کړي.

هغه وویل چې دا کار به وسله والو طالبانو ته هم صدمه ورسوي. گیټس وویل، تمه لري چې د مخدره موادو د مخنیوي د هڅو لپاره کافي بودیجه تر لاسه کړي.

د جرمني په څېر ځینو هیوادونو د مخدره موادو په خلاف په مبارزه کې د خپلو عسکرو د ورگډولو په اړه اندېښنه ښودلې او ویلي یې دي چې دا کار په عامو خلکو کې د دوی د عسکرو په خلاف بدبیني پیدا کوي.

XS
SM
MD
LG