اسراییلو نن د اردن د سیند لویدیځې غاړې نه د تگ راتگ د بندیز نوئ امر د سکوت په نوم د یهودیانو د اوږدو رخصتیو په درشل کې صآدر کړ.
ددې امر په اعلان اوس هیڅ یو فلسطیني اسراییلو ته د ننوتلو اجازه نلري که څه هم چې اسراییل وایي د بشري مرستو په برخه کې به ځانگړو استثنایی قضیو ته مثبت ځواب ورکړي.
په لویدیځه غاړه کې د قالندیه په امنیتي پوستې کې سلهاو فلسطینیان را ټول شوي و او هڅه یئ درلوده چې د ننوتلو اجازه تر لاسه کړي.
اسراییلي پولیس او عسکرو د نوي امر په اساس هغوی ته دا اجازه ورنکړه.