د لاس رسي وړ اتصالات

د امرېکا حکومت په شخصى بانکو نو کې تر دووسوو بلېونو نه زېاتې ونډې اخلى


د امرېکا حکومت په شخصى بانکونو کې د ٢٥٠ ملېاردو ډالرو په اندازه شخصى ونډې اخلى. ددى ترڅنگ د حکومت تضمېنونه چې د پور ونو په برخه کې ېې ورکوى زېاتوى. دژغورنى د وروستېو هڅو په لړکې په بانکونو کې پېسى هم ذخېره کوى.

نن دامرېکا جمهور رئېس جورج بش په سپېنه ماڼى کې ووېل چې دى په دې اسره من دى چې داکار به ډاډ اوباور بېرته خپل حال ته راولى.

بانکونه به هم دېته تشوېق سى چې خلکو ته د پورونو ورکول بېرته پېل کاندى.

د اقتصاد پوهان واېې چې د پورونواو بانکى اعتبار بازار چې اسو څومره سوړ دى که چېرى دا کار دوام پېداکړى نو دنړى اقتصاد به له رکود سره مخامخ شى.

ښاغلى بش واېې چې د حکومت مداخله په ستروبانکونو کې ددى لپاره کېږى چې شخصى کاروبارونه تقوېه شى نه دا چى حکومت ېې په خپله ولکه کې راولى.

د امرېکا د خزانى وزېر هېنرى پالسن واېې چې امرېکا دا کار په نه زړه کوى خو که چېرى دا کا رونکړى نو مانا ېې داده چې بانکونه او مشترېان ېې له مالى مرستى نه پرته په خپل حال پرېږدى او داکار دمنلو وړندى.

د امرېکا داکار چې بانکونو ته پېسى ورکوى په حقېقت کې داوروپاېې هېوادونو هغه اقدام تعقېبوى چې خپلو بانکونو ته ېې دهغوى دژغورنى لپاره دوه ترېلېونه ډالره ورکړېدى.

ددى مېاشتى په سر کې د بانکونو د ژغورنى لپاره دامرېکا کانگرېس اوه سوه بلېونه ډالره منظؤر کړل.

د امرېکا اوسنى پلان هم چې په بانکونوکې ددوه بلېونو ډالرو په اندازه ونډې واخلى دژغورنى دهمدغو هڅو ېوه برخه ده.

XS
SM
MD
LG