د لاس رسي وړ اتصالات

امریکایی قوماندان ډاډه دی چی طالبان به 'بالاخره ماته وخوری'


په دې وروستیو شپو ورځو کی په افغانستان کی د طالبانو د حملو او ناکراریو د زیاتېدلو سره په هغه هیواد کی د ناټو او ایتلاف د قواو د بریالي کېدلو په باب اندېښنې پیدا شوي دي. خو د امریکایی قواو قوماندان وایی هغه ډاډه دی چی طالبان به بالاخره ماته وخوری.

په افغانستان کی د امریکایی قواو تر ټولو ستر قوماندان ډېویډ مک کیرنان، چی په هغه هیواد کی د تقریبا څلوېښتو هیوادونو د څه باندی پنځه شپېته زرو پوځیانو مشري پر غاړه لری، په کابل کی په یوه خبری کنفرانس کی وویل:

"په دې وروستیو شپو ورځو کی په مطبوعاتو کی ډېر داسی رپوټونه خپاره سوي دي چی وایی خارجی قواوي او د افغانستان پوځونه دا جنگ بایلی. زه په مطلق دا ډول مفکوره ردوم او زه هیڅ په دې عقیده نه یم."

جنرال میک کیرنان زیاته کړه دا خبره پر ځای ده چی په دې هیواد کی ډېر داسی ځایونه دي چی مناسب امنیت نه لری او موږ لکه څرنگه چی لازمه ده هغسی پر مختگ نه کوو، مگر موږ په افغانستان کی جنگ نه بایلو.

ورځپاڼه وایی د هلمند د والي نطاق داوود احمدی په ټلفون کی وویل چی د لښکرگاه د ښار په شوخوا کی د طالبانو سره په جگړه کی ٦٢ تنه طالبان وژل سوي دي او د نادعلي د اولسوالی په شاوخوا کی په جنگونو کی تقریبا څلوېښت تنه نور طالبان قتل سول.

د نیویارک ټایمز ورځپاڼه وایی که دا ارقام صحيح وی نو دا به یو له ترټولو سختو جنگونو څخه وي چی د ناټو قواو تر اوسه پوری د طالبانو سره کړي دی.

د هلمند په ولایت کی د برټانوي قواو نطاق ډگرمن ووډي پېج د فرانس پریس خبری اژانس ته وویل چی په لښکرگاه کی تقریبا پنځوس تنه طالبان ووژل سول.

ده وویل چی د نادعلی په شاوخوا کی جگړې سوي دي خو دا یې ونه ویل چی هلته څونه طالبان وژل سوی دي.

د ناټو د قواو اعلامیه وایی چی قواو یې په لښکرگاه کی هغه وخت پر طالبانو باندی هوایی او ځمکنی حمله وکړه چی هغوی یې ولیدل چی ددغه ښار په نیژدې سیمو کی را غونډ سوي دي او پر دغه ښار باندی د یوې لویی حملې خیال لری.

د نیویارک ټایمز ورځپاڼه وایی د ناټو د قواو د اعلامیې د کلماتو څخه ښکاری چی د ناټو قوماندانی ته دا څرگنده سوې وه چی طالبان غواړی پر لښکرگاه باندی داسی یوه زوروره حمله وکړي چی د ناټو د قواو او د افغانستان د حکومتی قواو روحیات کمزوري کړی.

او خلکو ته وښیی چی ناټو په افغانستان کی له داسی ناکامی سره مخامخ ده لکه شورویان چی د ١٩٨٠ په لسیزه کی ورسره مخامخ سول.

د هلمند په ولایت کی د ناټو د عملیاتو نطاق تورن جنرال ریچارډ بلانچیټ وویل که طالبانو په خیال کی درلودل چی د ژمی د رارسېدلو څخه مخکی په لښکرگاه باندی یوه لویه حمله وکړي نو دا د هغوی دپاره یوه لویه ماته او ناکامي وه.

د نیویارک ټایمز ورځپاڼه وایی خبره چی هر ډول ده هغسی به وي خو طالبانو د ماتی خوړلو سره سره وښودله چی له قدرت څخه د پرزېدلو نه اوه کاله وروسته دوی بیا له سره تنظیم سوي او یوه زوروره جنگی قوه یې جوړه کړې ده.

دوی په روان کال کی څو ځله وښودله چی د افغانستان په ختیځ، جنوب او جنوب لوېدیځ کی په سل هاو جنگیالي میدان ته ایستلای سی.

ورځپاڼه وایی د جولای په میاشت کی د طالبانو یوې لویی قوې د کنړ په ولایت کی د امریکایانو پر یوې اډې باندی په حمله کی نهه تنه امریکایی عسکر ووژل. تر هغه دمخه یې د کندهار په ښار کی یوه بله لویه حمله وکړه.

د افغانستان او ناټو قواو د ارغنداب په اولسوالي کی له طالبانو سره تر اوږدو جنگونو وروسته له هغوی څخه اته لس کلي بیرته ونیول او د ناټود قواو د ادعا سره سم یې ٥٦ تنه طالبان ووژل.

د نیویارک ټایمز ورځپاڼه وایی دامریکایی قواوو قوماندانانو ویلی دي چی په تېر کال کی په ټول هیواد کی ناکراری په سلو کی دېرش زیاتی سوي دي او امریکایانو او دناټو نورو قواو ته زیات تلفات اوښتي دي.

ملگري ملتونه وایی په روان کال کی تر اوسه پوري تقریبا څلور زره ملکی کسان وژل سوي دي.

د نیویارک ټایمز ورځپاڼه وایی پر ناټو او د افغانستان پر قواو باندی د افغانانو باور کم سوی دی او د لوېدیځو هیوادونو قوماندانانو او ډیپلوماټانو ږغ کړی دی چی د جنگ یوه داسی نوې ستراتیژي دي رامنځته سي چی کارونه لاري ته برابر کړی.

جنرال میک کیرنان په خپل خبری کنفرانس کی د عمومی بدبینی له امله اندېښمن ښکارېدی.

هغه دجون په میاشت کی په افغانستان کی د قواوو قوماندانی ترلاسه کړه او سمدستی یې وویل چی دی فکر نه کوي ناټو دا جنگ گټي، مگر که موثره او سمه لاره غوره کړي نو گټلای یې سی.

ده له واشنگټن څخه دا ځل داسی پیغام ورسره راوړی وو چی گواکي د جنگ په باره کی هغه زړه بد بینی ختمه سوې ده.

مگر ده یو ځل بیا خبرداری ورکړ چی په افغانستان کی د ناټو پوځیان کافي نه دي او دا هغه اندېښنه ده چی دامریکا د دفاع وزیر رابرټ گېټس مخکی ښودلې وه.

XS
SM
MD
LG