د لاس رسي وړ اتصالات

اسرائیلي عسکرو مشکوک فلسطیني د لاسي بم غورځوونکی وژلی

اسرائیلو عسکرو په لویدیځه غاړه کې پر هغه فلسطیني باندې ډزې کړي او وژلی یې دی چې فکر کیږي، په عسکرو یې د یو لاسي بم د غورځولو تیاری نیوه.

دا په تیرو دریو ورځو کې دریمه دغه ډول وژنه ده.

عیني شاهدان وايي، دغه ٢٠ کلن هلک نن د کوفر ملک په کلي کې د اسرائیلو عسکرو د یوې گزمې په ډزو کې ووژل شو.

د اسرائیلو پوځ همدارنگه وايي، د درې کسانو پر یوه ډلې باندې چې لاسي بمونه ورسره وو، لومړی یې هوايي ډزې وکړې او وروسته کاري ډزو ته مجبور شول.

په پیښه کې یو بل تن ژوبل شوی دی.

اسرائیلو عسکرو په لویدیځه غاړه کې پر هغه فلسطیني باندې ډزې کړي او وژلی یې دی چې فکر کیږي، په عسکرو یې د یو لاسي بم د غورځولو تیاری نیوه. دا په تیرو دریو ورځو کې دریمه دغه ډول وژنه ده.

XS
SM
MD
LG