د لاس رسي وړ اتصالات

د اوباما او مککین وروستنی ټلویزوني بحث - انتقادونه او تورونه


پرون د امریکا د جمهوري ریاست لپاره د دواړو گوندونو کاندیدانو سناتور بارک اوباما او سناتور جان مکین درېیم او وروستنی ټلویزوني بحث ترسره کړ.

دواړو په وار وار د اقتصاد او نورو موضاعاتو په سر په یو بل سخت انتقادونه وکړل او د منفي کمپاین تورونه یې ولگول.

په داسې حال کې چې بارک اوباما په نظر پوښتنو کې په مخ روان دی، جمهوري غوښتونکي کاندید سناتور جان مکین له پروني تلویزوني بحث څخه د پوره گټه اخیستو کوښښ وکړ. اکثره ‏حملې هم ده کولې.

مکین: "‎دا امریکایانو ته رښتیا و نه ویل"

ډموکراټ کاندید بیا په خپل وار په تشو خبرو داسې ځواب ورکړ: "جان، ستا اعلانونه سل په سلو کې منفي دي"‎

مکین اېډ: "بارک اوباما د شکاگو په فساد ککړې سیاسي ټولنې کې زېژیدلی‏ دی."


د یوه پوهنتون څېړنه ښکاره وي چې په تېره اونۍ کې د مکین دغه رنگه ټول اعلانونه منفي بڼه لري، خو پخوا داسې نه و.

جمهوري غوښتونکو بارک اوباما له ویلیم ایر سره په اړېکو هم غندلی، څوک چې د ویتنام د جنگ سره د مخالفت له کبله په واشنگټن کې په بمي بریدونو کې د لاس لرو په تور تورن دی.

میکن: "زه ‎د پخواني ترهگر ایرز هیڅ پرواه نه کوم. لکه څنگه چې سناتورې کلنټن په خپلو بحثونو کې له تا سره یاده کړه، مونږ باید ددغو اړېکو په هکله پوره خبر شو. مونږ باید له ایکرون سره د بارک اوباما د اړېکو په هکله پوره خبر شو."

په ایکرون سازمان باندې په غیرقانوني توگه د رایې اچونکو د زیات شمېر نومونو ثبتولو تور دی، او مکین خپل سیال په دغه تور کې گډ ور بولي.

اوباما: "‎مونږ له دغه تور سره هیڅ تړاو نلرو. مونږ نه یو پکې گډ."

اوباما وايي ویلیم ایرز دده په کمپاین کې برخه نلري.

اوباما: "‎څلویښت کاله له مخه چې کله زه اته کلن وم، هغه له کورنیو راډیکاله ډلو سره په مرموزو اعمالو کې برخه اخیستې وه‏."

د امریکا د اسهامو بازار بل ترهر وخت کښته ولوید. دواړو کاندیدانو له عادي امریکایانو ته مخامخ خبرې وکړې.

مکین: "‎خلک دردېدلي دي، او دوی غصه دي. دوی د لویو شرکتونو د زیاتي او حرص شکار شوي"

مکین خپل اقتصادي پلان را مخې ته کړ چې د جایداد او د تقاعد په پیسو باندې د مالیې کموالی د هغه یوه برخه ده.

اوباما: ‏"‎هغه شی چې مونږ نه دی لیدلی هغه د غریبو خلکو لپاره د ژغورنې پلان دی، ځکه چې د اوسني کړکیچ څخه د مخه لا د اقتصاد بنسټونه ضعیف ول"

تردې حاله چې د نورو موضوعاتو په سر لکه د مرکزي حکومت لگښتونو، انرژي، او د اولادونو په ضایع کولو دواړه کاندیدان په تاوده بحث کې سره ولویدل.

په داسې حال کې چې انتخاباتو ته تر درې اونۍ هم لږ وخت پاتې دی کمپاین نور هم منفي بڼه خپله وي.

XS
SM
MD
LG