د لاس رسي وړ اتصالات

گورډن براون کوشش کوى چی دمالى نظام په ژغورنه کى موافقه تر لاسه کړى


د اروپاېې مشرانو د کنفرانس په پېل کې چې دوه ورځې ېې په بروکسلز کې دوام وکړ، د برتانېې صدر اعظم گورډن براون هېله درلوده چې دغه اوه وېشت کسېز مجلس به دراېو په اتفاق له هغه بانکى نظام سره موافقه وکړى چې ده په برتانېه کې عملى کړېدى.

گورډن براون په برتانېه کې بانکونو ته ډېرې پېسى برابرى کړېدى چې هغوى وکولى شى چې بانکى اعتبار اوپورونه بېرته چالان کړى.

د برتانېې صدر اعظم گورډن براون د هغو اوه وېشت ملکونو داستاځېو په مجلس کې په دې برېالى سو چې د ژغورنى هغه پلان چې ده جوړ کړېدى د مجلس په همکارانو باندى ومنى.

د هر ملک استاځى چې کوشش کوى چې د خپل هېواد مالى نظام له ستونزو نه په مستقل ډول وژغورى داسى معلومېږى چې په دې قانع سول چې دبر تانېې د صدر اعظم د عملى اقدام پلان په اروپا کې تر نورو غوره دى. د نړى نور هېوادونه هم هغوى ته گورى چې څه به وشى.

د برتانېې مالى پلان د امرېکا د چارواکېو لپاره هم د لارې مشال دى چې غواړى له سقوط نه د بانکونو دژغورلو لپاره اوه سوه ملېارده ډالره ورکړى.

رپوټ واېې چې ددوشنبى په ورځ د جرمنى چانسلرې انگېلا مرکېل هم ېوداسى اقتصادى پلان وړاندې کړ چې د برتانېې له پلان سره ورته والى لرى.

پر ښاغلي براون باندى ېوه مېاشت مخکى د خپل واکمن لېبر گوند له خوانه هم انتقادونه کېدل چې د اېنده انتخاباتونه مخکى باېد چوکى پرېږدي.

خو اوس دمالى ستونزو په مقابل کې درېدلى دى او په مقابله کې ېې له پوره کفاېت نه کارواخېسته.

داسى معلومېږى چې هغه وخت چې دى څو لسېزې د برتانېې دمالېې وزېر و تجاربو ېې دى ددغه راز ستونزو لپاره په ښه توگه چمتو کړېدى.

XS
SM
MD
LG