د عراق صدر اعظم نوری المالکی وایی چی بغداد او لندن به په دی هکله مذاکراتو ته کیینی چی سږ کال په عراق کی د خارجی قواوو د شتوالی په هکله د ملگرو ملتونو د اجازه نامی د مودی تر پای ته رسیدو وروسته په عراق کی د برتانوی قواوو د پاتی کیدو په راتلونکی باندی وغږیږی.
ښاغلی مالیکی دغه اعلان نن د برتانیی د دفاع وزیر جان هوتن د ملاقات وروسته وکړ. د برتانیی د دفاع وزیر عراق ته په سفر تللی دی.
عراق د اوږدی مودی امنیت په هکله د امریکا سره هم په همدی ډول مذاکراتو لگیا دی.
د عراق د بهرنیو چارو وزیر د شنبی په ورځ د عراقی او امریکایی چارواکیو نه وغوښتل چی په ملک کی د امریکایی قواوو د پاتی کیدو پر موافقه باندی جدی غور وکړی.
هوشیار زیباری د بهرین د بهرنیو چارو د وزیر خالد بن احمد ال خلیفه سره یو ځای چی عراق ته په سفر ورغلی په یوه خبری کنفرانس کی وویل چی د عراق مشرانو ته په کار دی چی په دی څو ورځو کی پریکړه وکړی.