د لاس رسي وړ اتصالات

اوباما او مکېن د انتخاباتو له پلوه په مهمو اېالتونو کې په مبارزه لگېادى


د امرېکا د جمهورى رېاست دېموکرات کاندېد براک اوباما او جمهورى خواه کاندېد سناتور جان مکېن نن ددوشنبى په ورځ په هغو اېالتونو کې انتخابى مبارزه کوى چې د انتخاباتو په گټلو کې ډېر اهمېت لرى.

سناتور اوباما دانتخابى مبارزې په مهم اېالت فلورېډا کې ېو لړ مجلسونه وکړل. سناتور اوباما دا کار ېوه ورځ مخکى له دېنه وکړ چې د د جورج بش د کابېنى پخوانې خارجه وزېر کولېن پاول ېې د جمهورى رېاست لپاره ملاتړ اعلان کړى.

د سناتو ر اوباما انتخابى دفتر دا اعلان هم وکړ چې دوى له خلکو نه دانتخاباتو د لگښت لپاره د ١٥٠ ملېونو ډالرو بسپنه راټوله کړېده.

د بسپنه راېو ورکووونکېو ېوازې د سپتمبر په مېاشت کې دسناتور اوباما د انتخابى مبارزې دفتر ته ور کړېده.

د جمهورى خواهانو په ډله کې سناتو رمکېن د مېزورى په اېالت کې په انتخاباتى مبارزه بوخت دى. په دغه اېالت کې هروخت انتخابى مبارزه ډېره سخته وى اودواړه خواوې بېخى سره نېژدى وى.

دواړه کاندېدان په ملېونونو ډالره پېسى په سېاسى اعلاناتو باندى لگوى.

رپوټ واېې چې د عامه نظرېاتو تازه سروې گانى دا څرگندوى چې د متوقع راېو ورکوونکېو په منځ کې سناتور اوباما له سناتور مکېن نه پنځه نېم فېصده مخکى دى.


XS
SM
MD
LG