د لاس رسي وړ اتصالات

ناتو د افغانستان په اړه په خپل سیاسي دریځ کې 'قاطع نه ده'


په اروپا کې د ناټو جگپوړی جنرال وایې غړي هیوادونه د افغانستان په اړه په خپل سیاسي دریځ کې قاطع نه دي چې دا کار د روان ماموریت د وروسته پاته کیدو سبب گرځي.

په لندن کې د دوشنبې په ورځ د دفاعي چارو کارپوهانو او پالیسۍ جوړونکو ته په خطاب کې امریکایي جنرال جان کریډک وویل د طالبانو پرضد کمپاین بی ارتباطه شوی او علت یې دادې چې ناټو د خپلو ځواکونو د لیږلو په ژمنه کې پاته راغلې او دې کار نیمگړتیاوی رامنځ ته کړي.

د روان کال په پیل کې جنرال کریډک د امریکا د سنا د بهرنیو اړیکو کمیټې ته ویلي وو چې ناټو په افغانستان کې د طالبانو په محدودولو او د بیا رغاونې لپاره د زمینې په برابرولو کې ناکامه شوه ده.

جنرال ددی علت په افغانستان کې د ناټو د عسکرو کمبود په گوته کړ. هغه وویل د ناټو ستراتیژي

هغه وخت عملي کیدای شي چې بې شرط او قیده د ضرورت وړ عسکر افغانستان ته واستوي.

XS
SM
MD
LG