د لاس رسي وړ اتصالات

جاپان په افغانستان کې خپل ماموریت تمدید کړ


د جاپان ولسي جرگه نن د خپل ملک هغه سمندري ماموریت د تمدید لپاره رایې ورکړې چې په افغانستان کې د ایتلافي قواوو ملاتړ کوي.

د جاپان په ولسي جرگه کې حاکم گوند برلاسی دی او پرېکړه یې کړې چې په افغانستان کې میشتو ایتلافي قواوو ته د تیلو او لوجستیکي موادو د رسولو ماموریت ته به تر یوه بل کال پورې ادامه ورکوي.

ددغه ماموریت موده په راتلونکي جنوري کې پای ته رسېده.

دغه پریکړه اوس د مشرانو جرگې له خوا منظورئ ته ضرورت لري چې اکثریت پکې د حکومت د مخالف گوند دی او له همدې آمله ددې زیات امکان شته چې رد شي. خو ولسي جرگه ددغه پریکړې پر تصویبېدلو باندې ټینگار کوي. مخالف گوند تیر کال هم د حکومت دغه ماموریت رد کړی و.

له بلې خوا، د ناټو یوه عالي رتبه جنرال ویلي، ځنیې غړي هیوادوه په افغانستان په باب د خپلو کړو ژمنو پوره کولو ته زړه نازړه دي چې له آمله یې په افغانستان کې پوځي ماموریت ته صدمه رسېدلې ده.

امریکايي جنرال جان کراډاک پرون په لندن کې د پالیسئ جوړوونکو او د دفاعي چارو څیړونکو ته وویل چې د طالبانو په خلاف روان عملیات "هماهنگ" ندي.

هغه وویل، د ناټو ځینو غړو هیوادونو په افغانستان کې پر خپلو عسکرو محدودیتونه لگولي دي او په پوځي برخه کې پر خپلو کړو ژمنو ندي درېدلي او له همدې کبله ځینې جدي مشکلات پیښ شوي دي.

ددې کال په سر کې جنرال کراډاک د امریکا د سنا مجلس ته ویلي وو چې ناټو په افغانستان کې له تندروانو سره په جگړه کې او د بیارغونې لپاره د زمینې په برابرولو کې د ناکامۍ په حال کې ده او علت یې په دغه ملک کې د عسکرو کموالی دی.

XS
SM
MD
LG