د لاس رسي وړ اتصالات

د افغانستان په هکله د امریکا د جمهوري ریاست لپاره د کاندیدانو پالیسي


څو ورځې له مخه د امریکا د جمهوري ریاست لپاره د ډموکراټ او جمهوري غوښتونکي گوند د کاندیدانو استازو په واشنگټن کې په هغه څه وغږیدل چې د افغانستان په هکله به ددوی د کاندیدانو پالیسي څه وي.

د جان مکین استازیتوب د نړیوال جمهوري غوښتونکي انسټیټوټ مشر لورن کرینر او د بارک اوباما استازیتوب د پالیسۍ ستر سلا کار او د سنا په مجلس کې د باندنیو چارو د کمیټې یو چارواکي ډاکټر جوناه بلینک کاو.

د اشنا ټلویزیون لخوا د لومړۍ پوښتنې په ځواب کې چې د افغانستان په هکله به ددوی د کاندیدانو پالیسي د بوش د حکومت له پالیسۍ څخه څنگه توپیر ولري.

لور کرینر: "‎جان او ما په افغانستان کې د امریکايي عسکرو د زیاوتوالي په هکله خبرې ترسره کړې دي، او مونږ غواړو اروپايی هیوادونه هم هلته نور عسکر ولیږي. یووار بیا باید تکرار کړم چې دا مهمه ده چې افغانان په دې پوه شي چې دا ددوی هیواد دی، ددوی جگړه ده، نو ځکه جان مکین باور لري که اروپایان نور عسکر نه لیږي نو باید د افغانستان ملي پوځ دوه چنده وروځي.

که چیري په افغانستان کې جگړه ترسره کیږي او نړیوال عسکر ځي او راځي، نو هیڅ کله به افغانان دا خوښ نه کړي. او په اخر کې افغانانو ته دا مهم ده چې امریکا د داسې مشرانو ملاتړ وکړي څوک چې د قانون خیال ساتي، د اداري فساد خلاف مثبتې نتیجې څرگنده وي، او په مجموع کې په وضع کې بهتري راوستلای شي."

ډاکټر بلینک د زیاتو عسکرو په لیږلو او د اروپایانو د لا زیات ونډې په اخیستو ورسره یو خوله و، هغه په دې هکله هم خبرې وکړې چې افغانان به د امریکا پالیسي ته په څه نظر گوري.

جوناه: "‎که څه هم زه فکر کوم افغانان باید دې ته توجه وکړي چې کوم یو کاندید کولای شي ددوی لپاره ډېر کار وکړي، خو فکر کوم ډېر افغانان به دا احساس ولري چې په امریکا کې د جمهوري غوښتونکي گوند اته کلن واک پای ته رسېدل به یو څرگند بدلون وي، تردې حاله که چیري نوی مشر د یو څرگند بدلون غوښتونکی هم نه وي، یواځي له یو گوند څخه بل گوند ته د قدرت انتقال پخپله د امریکا په پالیسۍ کې یو بدلون دی. هغه نوي شخصیتونه، نوې بڼه، په هغو پالیسیو یووارې بیا نظر اچول دي چې په تېرو وختو کې یې مثبتې نتیجې نه دي ورکړی."

له دوی دا هم وپوښتل شول چې ددوی کاندیدان به د توپکسالارو له واک سره څه چلند کوي:

لورن: "‎مکین غواړي د افغانستان حکومت ته څو شرطونه ورپه گوته کړي، د قاچاقبرانو محکمه کیدل یو د هغو له جملو څخه دی. فکر کوم امریکا او د افغانستان حکومت په سمه توگه د جنگسالارانو مسله نه ده مطر‏ح کړې. زما په فکر په شورو کې دوی یو څه سم کوښښونه وکړل خو وروسته لاره ترې خطا شوه. دا د امریکا کار نه دی چې د حقیقت مالومولو او انصاف ورکولو یو کمېسیون وټاکي، بلکه دا د افغانانو کار دی او پخپله یې باید وکړي‏."

ډاکټر بلینک بیا د جنگسالارانو په هکله پوښتنې ته ډېر نیغ ځواب ووایو.

بلینک: "‎زما په فکر مونږ باید جنگسالارانو ته ووایو، د جهاد په وخت ستاسو د کارونه مننه، خو اوس د جهاد وختونه نه دي. اوس د ډیموکراسۍ دور دی، که غواړۍ د ډیموکراسۍ پروسې ته راگډ شۍ نو مو خدای راوله، خو د جهاد وختونه باید شاته پریږدۍ. تاسو له دې وروسته د ملیشاو قومندانان نه یاست، ځینو داسي کړي دي، خو ټول باید دا لاره خوښه کړي چې د نوي وخت برخه وگرځي، او امریکا باید دا کار پریږدي چې دا جنگسالار زما خوښ دی او مونږ یې ملاتړ کوو ځکه چې دی د امریکا په گټه دی."

دواړه کارپوهان په دې سلا ول چې په افغانستان کې امنیت ددواړو کاندیدانو لپاره ترهرڅه مهم دی. په داسې حال کې چې په څلورم د نومبر انتخابات ترسره کېدونکي دي، دواړه کارپوهان په دې باوري ول چې ددوی کاندید په افغانستان کې د راتلونکو سیاسي ستونځو سره د مبارزې لپاره ښه تیار دی.

XS
SM
MD
LG