د لاس رسي وړ اتصالات

سروې: ډیر افغانان د ملک آیندې ته خوشبین ندي


یوه سروې چې نن سه شنبې خپره شوه، وايي په تیرو دوو کلونو کې د هغه افغانانو شمیر زیات شوی چې د خپل ملک آیندې ته خوشبین ندي.

سروې معلومه کړې چې د درېو نه یوه برخه یا ٣٢ فیصده افغانان فکر کوي چې ملک یې په غلطه خوا روان دی. په ٢٠٠٦م کال کې د څلورمه برخه افغانانو یا ٢١ فیصده افغانانو دغه ډول اندېښنه څرگنده کړې وه.

په عین وخت کې، له هغو افغانانو نه چې په سروې کې ورڅخه پوښتنه شوې، ٣٨ فیصدو ویلي چې هیواد یې پر سمه خوا روان دی.

په ٢٠٠٦م کال کې ۴۴ فیصده افغانانو دغه خوشبیني لرله چې اوس یې اندازه شپږ فیصده راکمه شوې ده.

ډیرو افغانانو ویلي تر ټولو لویه اندېښنه یې په ملک کې روانه ناامني ده. ددې میاشتې په پیل کې د افغانستان د دفاع وزیر جنرال رحیم وردک وویل، په د تندروانو په حملو کې د زیاتوالي له آمله د طالبانو د پرځېدو را وروسته ٢٠٠٨ تر ټولو خونړی کال و.

دغه سروې د آسیا بنیاد په نامه یوې مؤسسې کړې ده. ددغه کلنۍ سورې لپاره په ټولو ٣۴ ولایتونو کې له ٦٥ زرو سړیو او ښځو سره د روان کال په منځنیو شپو ورځو کې مرکې شوي دي.

ډیرو افغانانو شکایت کړی دی چې د ملک کې یې د زرگونو نړیوالو عسکرو د موجودیت او د میلیاردونو ډالرو مرستو سره سره، ناامني ورځ په ورځ زیاتیږي او اداري فساد او رشوت خپل عوج ته رسېدلی دی.


XS
SM
MD
LG