د آرجنټین ورزشي مامورینو، د دغه هېواد د وتلي پخواني فوټبال لوبغاړي دییگو مارادونا د اته څلوېښتمې کلیزې په لمانځلو کې اعلان وکړ چې نوموړی به د آرجنټین د فوټبال ملي لوبډلې روزونکی شي.
ددې خبرې په اورېدو سره په بونیس آیرس کې د مارادونا د کلیسا نژدې درې سوو غړو په خوشحالۍ سره د دییگو مارادونا د زوکړې کلیزه هم ولمانځله.
د مارادونا مینه والو په دې مراسمو کې د توپ یو تاج او لویه تسبیح چې د مریو شمېر یې د ارجنټین په ملي لوبډله کې د مارادونا وهل شویو څلوردیرشو گولونو سره برابر و، لیږدول.
مارادونا چې ټاکل شوې ده په رسمي توگه راتلونکې سه شنبه د ملي لوبډلې روزنې ته وگومارل شي، له خپلو مینه والو څخه په مننې سره یې وویل چې دې به په دې دندې کې بریالی وي.