د لاس رسي وړ اتصالات

په کابل کې د معلولینو د وړتیا د ودې دپاره یو دوه ورځنۍ سیمینار جوړ شو


په کابل کې د معلولینو د وړتیا د ودې دپاره یو دوه ورځنۍ سیمینار جوړ شو چې پکې اکثر معلولینو د دولت نه وغوښتل چې د هغوي د حقوقو خوندي ساتلو ته دې جدي پاملرنه وشي.

دا سیمینار د سویدن د کمیټې له خوا دایر شو چې هدف یی د معلولینو د ستونزو په ډاگه کول او په ټولنه کې د هغوي د پرمختگ پر محدودیتونو، بحث کول دي.

راضی خان چې ددې سیمینار منتظم دی وایي مونږ غواړو چې معلولین په ټولنه کې خپل موقف تر لاسه کړي او پدې وتوانیږي چې د دولت په چارو کې شریک شي.

د معلولینو د اتحادیئ مرستیال انجنیر داود سیار وایي دولت د معلولینو نه مخ اړوي او ورته د کار په برابرولو، روغتیایی سهولتونو او سرپنا ه په موندلو کی هیڅ پاملرنه نه کوي.

XS
SM
MD
LG