پاکستانی چارواکی وایی چی د هغوی جنگی جټ الوتکوو نن د افغانستان د سرحد سره په قباییلی سیمه کی د یاغیانو د پټیدو په ځایونو بمباری وکړه،دیارلس کسه یی د یاغیانو په گمان ووژل.
چارواکی وایی چی د پاکستان قباییلی سیمه د القاعدی او یاغی طالبانو د پټیدوو مرکز گرځیدلی او په افغانستان کی په امریکایی قواوو حملی کوی.
بل پلو نن د پاکستان په جنوب لویدیځه قباییلی سیمه کی یو بم چی په موټر سایکل کی ایښودل شوی و او د ریموټ کنټرول په واسطه کنترولیده وچاودید، یو لاروی یی وژلی او لږ ترلږه څلور کسه نور یی د بازار په دننه کی زخمی کړل.
د دی پیښی مسؤلیت د بلوچ ملت پاله ډلی په غاړه اخیستی دی.