د لاس رسي وړ اتصالات

ایران: د اټومي انرژۍ له ادارې سره همکاري کوو


ایران وایی چی د نړۍ والې اټومي انرژۍ د ادارې سره به خپلو همکاریو ته دوام ورکړی ، که څه هم چی دغي ادارې په خپل یوه رپوټ کی ویلي دي چی تهران له دې نه انکار کړی چی دغي ادارې ته به د خپل ذروي پروگرام په باب نور جزئیات وړاندي کړی .

د ایران دولتی خبري آژانس ایرنا د هغه هیواد د ذروی چارو د ادارې د رئیس د مرستیال محمد سعیدي له قوله وایی چی د ذروی انرژۍ نړۍ والي ادارې ته به اجازه ورکړی چی د ایران ذروی فابریکې د ذروی بې وسلې کیدو د تړون په چوکاټ کی تفتیش کړی .

سعیدي دا وینا وروسته له هغه وکړه چي د ذروی انرژۍ بین المللي ادارې خپل رپوټ خپور کړ او په هغه کی یې وویل چی ددغي ادارې له خوا د ایران د ذروي پروگرام تحقیقات او تفتیش له دې کبله په ټپه دریدلي چی د تهران له خوا همکاري نه ورسره کیږی .

په رپوټ کی دا هم ویل شوی دي چی ایران تر اوسه لا هم د خپلو یورانیمو د غني کیدو چارو ته دوام ورکوی او د ملگرو ملتو د امنیت د شورا د بندیزونو څه پروا نه کوی .

په ایران باندي درې ځله دا بندیزونه ځکه لگیدلي دي چی د یورانیمو د غني کیدو نه لاس نه اخلی . د غني شوو یورانیمو نه د ذروي وسلو په جوړولو کی کار اخیستل کیږی .

XS
SM
MD
LG