د لاس رسي وړ اتصالات

اوباما 'ژمنه وکړه چی د افغانستان سره به خپلی مرستی زیاتی کړی'


د افغانستان جمهور ریس حامد کرزی وایی چی د امریکا منتخب جمهور ریس براک اوباما ژمنه کړی چی د تروریزم پرخلاف به په افغانستان او سیمه کی مبارزه وکړی.

د ښاغلی کرزی د دفتر مامورین وایی چی ښاغلی اوباما د شنبی په ماښام په ټلیفونی خبرو کی ژمنه وکړه چی د افغانستان سره به خپلی مرستی زیاتی کړی.

د امریکا د دفاع وزیر رابرت گیتس د جمعی په ورځ وویل چی امریکا غواړی افغانستان ته په راتلونکی کال کی لږ تر لږه څلور نوری لیواوی ولیږی.

افغان چارواکی وایی چی نوری اضافی قواووی به د پاکستان سره په سرحدی سیمه کی ځای په ځای شی چی ملک ته د یاغیانو د داخلیدو مخه ونیسی.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر رنگین دادفر سپنتا وایی د نورو اضافی قواوو داخلید ل به یواځی په هغه صورت کی ومنل شی که دوی د افغانی قواوو سره یوځای کار وکړی چی د طالبانو نه اشغال شوی ځایونه بیرته ونیسی.

بل پلو، ددې نه وروسته چی د افغانستان جمهور رئیس حامد کرزی د امریکا نه د لا زیات شمیر د عسکرو غوښتنه وکړه نن د اییتلاف د قواو ویاند ددفاع په وزارت کی د یوه خبري کنفرانس په ترڅ کی وویل چی ټول هغه بهرني عسکر چی افغانستان ته استول کیږی باید د حکومت سره په همغږی او د اړتیاو په نظر کی نیولو سره خپله دنده تر سره کړي.

کرنیل گریگ جولین د اییتلاف د ځواکونو ویاند د امریکایی عسکرو د دری زروه کسیزی لوا د را رسیدو خبر ورکړ چی ټاکل شوی د افغانستان په جنوبی سرحدی سیمو کی به ځاې په ځای شي.

په همدی وخت کی د دفاع د وزارت ویاند جنرال اعظیمي وویل مرستندوی هیوادونه باید د افغانستان د هوایی قواو په غښتلی کولو کی هم چې د زیاتو ستونزو سره مخ دی هم زیار اوباسي.

XS
SM
MD
LG