د لاس رسي وړ اتصالات

د افغانستان د اوسنۍ وضعې په اړه یو بشپړ او بې طرفه رپوټ


د افغانستان ملي جبهې د ملگرو ملتونو د امنیت د شورا د هغه هیات نه چی د رښتیا د معلومولو په مقصد هلته تللی غواړی چی د افغانستان د اوسنۍ وضعې په اړه یو بشپړ او بې طرفه رپوټ برابر کړي.

برهان الدین رباني د ملي جبهې رئیس نن د یوه خبري کنفرانس په ترڅ کی وویل هیله ده چې ددې څیړنو په لړ کې د سیاسي گوندونو او د پارلمان د غړو سره هم لیدنه کتنه وشي.

د هغه په وینا د ملگرو ملتونو امنیت شورا باید د افغانستان د خلکو پر اقتصآدي ستونزو، اداري فساد او د بیرغونی پر نیمگړې او سوکه پرمختگ تر غور لاندې ونیسي.

هغه وویل پخوانیو هیاتونو به یوازې د حکومتی مامورینو سره پر لیدنی کتنې اکتفا او خپلې پریکړې تر سره کولې.

XS
SM
MD
LG