د بریتانیا د بهرنیو چارو وزیر دیوید میلی بند نن د چهارشنبې په ورځ وویل چې بریتانیې پخوا هم او اوس هم د پاکستان د نوی ملکی دیموکراتیک حکومت ملاتړ کوي.
میلی بند دا خبرې د خپل پاکستاني سیال شاه محمود قریشي سره په اسلام اباد کې د یو گډ خبري کنفرانس په ترڅ کې وکړې.
میلی بند دا هم وویل چې په اصلاحاتو راوستلو کې د پاکستان د حکومت جزبات د نړیوالې ټولنې اطمینان ته لا قوت بخښي.
هغه زیاته کړه چې ددی زیات هیله مند دی چې
بریتانیه د پاکستان د ملکي دیموکراتیک حکومت په ملاتړ کې نقش لري او موږ
به ددی مرستو لپاره ژمن اوسو د خپل اورپایي ملگری به هم دیته وهڅو.
میلی بند پاکستان ته په دوه ورځني سفر تللی او د حکومتی مشرانو سره د دواړو هیوادونو ترمنځ په روابطو او پر امنیتي همکاریو خبرې کوي.
د یو بل خبر په اساس، پاکستاني پولیس وایې دوه وسله وال جنگیالي او دوه ملکي کسان د پیښور په ښار کې په ډزو کې ووژل شوو.
چارواکي وایي وسله والو کسانو د ښار بهر په متنو سیمه کې د یو حکومتي مامور په کور حمله وکړه او په پیښه کې څلور کسان ټپیان شوي هم دي.
په بل خبر کې هم پولیسو ویلي چې وسله والو جنگیالیو د پیښور په ښار پنځه راکټي بریدونه کړي خو د مرگ ژوبلې او مالي زیان په هکله رپوټ نه دی ورکړل شوی.