د لاس رسي وړ اتصالات

د امنیت د شورا هیئت د افغانستان په باب په احتیاط خوشبیني ښوولې


د ملگرو ملتو د امنیت د شورا یوه هیات افغانستان ته د څلورورځني سفر نه وروسته چی د حقایقو معلومولو د پاره یې وکړ د هغه ملک د آینده په باب په احتیاط خوشبیني ښوولې ده .

ددغه هیات رئیس د ایټالیې سفیر گیلیو ترزي پرون د پنجشنبې په ورځ د امنیت د شورا غونډي ته وویل چی افغانستان په امنیتي لحاظ د سخت حالت سره مخامخ دی ، مگر په ځینو نورو ساحو کی پرمختگ راغلی دی .

هغه د پاکستان سره د روابطو ښه کیدو ، په کابینه کی د تازه تغییراتو او د کوکنارو د کرکیلي کمیدو ته اشاره وکړه او دا یې هم وویل چی تقریبا دوو ملیون افغانانو د انتخاباتو د پاره نومونه ثبت کړي دي .

هغه وویل چی د ملي روغي جوړي او د جمهوررئیس حامد کرزي ددې دریځ د پاره هم مخ په زیاتیدونکی ملاتړ موجود دی چی وایی د طالبانو سره هر ډول خبري به په دې اساس کیږی چی هغوی د تشدد نه انکار وکړی او د افغانستان اساسي قانون ومني .

دغه هیات کابل او هرات ته سفرونه وکړل او د جمهوررئیس حامد کرزي ، د پارلمان د غړو ، د ملکي ټولنو د غړو ، د ناتو او د بشري حقوقو د آستاځواو په افغانستان کی د ملگرو ملتو د هیات د غړو سره یې کتلي دي .

XS
SM
MD
LG