د لاس رسي وړ اتصالات

په اختر کې د طالبانو نه د کرزي غوښتنه


په افغانستان کې د عید الاضحی یا لوی اختر لومړۍ ورځ پداسې حال کې ونمانځل شوه چې د افغانستان جمهور رئیس حامد کرزي پر طالبانو باندې بیا غږ وکړ چې د خپل هیواد په بیا رغونه کې دې فعاله ونډه واخلي.

کرزي د جمهوري ریاست په ماڼۍ کې د مامورینو یوې غونډې ته په وینا کې پر تندلارو او د حکومت پر مخالفینو غږ وکړ چې د خپل هیواد د بیا رغونې لپاره چې دیرش کلنې جگړې سخت ځپلی دی، د خدمت مټې ونغاړي.

د حکومت مخالفینو ته په خطاب کې، جمهور رئیس کرزي څو ځله دا ډول وړاندز کړی. خو تر دی یوه ورځ مخکې، د طالبانو مشر ملا عمر، د وسله والو مخالفینو په یوه ویب پاڼه کې دا وړاندیزونه رد کړي او وایې تر هغه به دا ډول وړاندیز و نه مني چې د افغانستان نه ټول بهرني ځواکونه وتلي نه اوسي. ترڅنگ یې په راتلونکي کال کې، په افغانستان کې د خپلو جگړو د زیاتیدو خبردارې هم ورکړی.

د اختر لمانځنه د مسلمانانو د پاره تر ټولو مهم مذهبي مراسم بلل کیږي چې درۍ ورځی دوام کوي.

"طالبان اوس د افغانستان په دو اویا فیصده برخې کې ځای په ځای شوی دی."

دا د امنیت او پرمختگ د نړیوالې شورا د رپوټ له قوله د یوه کارپوه او څیړونکي خبره ده چی د دوشنبې په روځ یی وکړه، خو ناتو وایی ددې خبرې اټکل سل په سلو کې نشي کیدای او دا هم ناممکنه ده چې تندلاري دې د هغه یواد پر زیاتری برخې باندی کنترول تر لاسه کړي.

بل پلو، د سناتور جان مکېن د افغانستان د جمهور رئیس حامد کرزي سره د شنبې په روځ وکتل او بیا یی د یکشنبې په روځ هلمند ته هم سفر درلود.

هغه سره دوه نورو امریکایی سناتوران جوزف لیبرمن او لنزي گره هام، هم ملگري و. هغوی دغې سیمې ته د خپل سفر په دوران کی عراق هند او پاکستان هم تللي و.

سناتور لیبرمن وویل، منتخب جمهور رئیس اوباما د سناتور مکېن نه غوښتي چی په بیرته راتگ دی دوی درۍ واړه په هغه سیمه کی د حالاتو په باب هغه ته هم یو رپوټ وړاندې کړي.

XS
SM
MD
LG