د لاس رسي وړ اتصالات

اېران: اوباما باید د 'انعام او سزا' له پالېسی نه لاس واخلی


اېران واېې چې د امرېکا منتخب جمهور رئېس براک اوباما چې بله مېاشت د جمهوری رېاست وظېفه په غاړه واخلی، دېته ضرورت لری چې د اېران د اټومی پروگرام په برخه کې د زور او انعام له پالېسی نه لاس واخلی.

ېعنی دا چې له ېوې خوانه اېران ته انعام ورکوی او له بلی خوا نه د سزا ورکول هم ورته ښیي.

د اېران خارجه وزارت نطآق حسن قشقاوی نن ووېل چې دوی به هېڅکله هم ددغه هېواد ېورانېمو دغنی کولو پروگرام بند نه کاندی. که څه هم ښاغلی اوباما کوشش کوی چې اېران د خپل اټومی پروگرام له اوسنۍ لارې نه منصرف کړی.

ښاغلی اوباما د ېکشنبی په ورځ د اېن بی سی په ېو ه پروگرام کې ووېل چې دی دېته چمتو دی چې اېران ته هڅوونکي اقتصادی امکانات ورکړی چې د ېورانېمو له غنی کولو نه لاس واخلی.

خو اوباما دا خبرداری هم ورکړ چې که چېرې اېران انکار وکړی نو نړېواله ټولنه بندېزونه نور هم سختولی شی.

ښاغلی اوباما ووېل چې امرېکا او متحدېن ېې له اېران سره مستقېمو خبرو ته چمتو دی او د اټومی مسلی په برخه کی به ورته واضح نظر وړاندی کړی.

د امرېکا خارجه وزېرې کانډو لېزا راېس د ېکشنبی په ورځ په فاکس تلوېزېون کې ووېل چې له اېران سره دېپلوماسی تر ټولو غوره لاره ده که څه هم اېران له دېنه انکار کوی چې دنړېوالی ټولنی غوښتنی قبولی کاندی.

د شنبی په ورځ د ملگرو ملتونو د اټومی اېنرژی د څارنی د نړېوالی موسسی مشر محمد البرادعی اس نجلس ټاېمز ته ووېل چې نړۍ تر اوسه پورې د اېران د اټومی جنجال په حل کې ېو گام هم ندی پورته کی.

البرادعی ووېل چې د بندېزونو لگولو د اېران عزم په خپل درېځ باندی نور هم پسی ټېنگ کړېدی.

هغه ووېل هغه اېرانېان چې له خپل اوسنی رژېم نه ناراضه دی هغوی هم اوس ددی رژېم ملاتړ کوی ځکه فکر کوی چې ددې هېواد محآصره شوېدی.

XS
SM
MD
LG