د لاس رسي وړ اتصالات

د کال ١٨٩٨ د ډسامبر پر لسمه نېټه د پاریس تړون لاسلیک سو


د کال ١٨٩٨ د ډسامبر پر لسمه نېټه د پاریس تړون لاسلیک سو او رسما یې د هسپانیې او امریکا ترمنځ جنگ ته خاتمه ورکړه.

د هسپانیې او امریکا جنگ اصلا په کیوبا کی د هسپانیې د واکداری پرضد په پاڅون سره پیل سو.

د هسپانیې پوځیانو د کیوبا یاغیان په ډېره بېرحمانه توگه وځبل او تصویرونو او خبرونو یې د امریکا د خلکو قهر او غوسه را وپارول.

د کال ١٩٩٨ د جنوری په میاشت کی د متحده ایالاتو مقاماتو په هاوانا کی د ناکراریو له امله د یو ایس ایس چنگی کښتئ ته امر وکړ چی په د کیوبا سواحلو ته ورسی او د امریکا د اتباعو ساتنه وکړی.

د فبروری پر پنځه لسمه په دغه کښتی کی یوه لویه چاودنه وسوه او دغه کښتی ډوبه سوه او د څلور سوه تنه عملې څخه یې ٢٦٠ تنه ووژل سول.

د متحده ایالاتو د سمندری قواوو محکمې د مارچ په میاشت کی پرته له کومو کره شوهادو فیصله وکړه چی دغه کښتی د ماین په واسطه ډوبه سوې ده، خو مستقیما یې پړه پر هسپانیې وانه چوله.

خو د کانگریس ډېرو غړو گومان وکړ چی دا به د هسپانیې کار وي او د هسپانیې پر ضد یې د جنگ د اعلان غوښتنه وکړه.

د اپرېل پر دیر ویشتمه جنگ پیل سو او د مې پر لومړۍ نېټه د متحده ایالاتو د هسپانیې سمندری قوه د مانیلا په خلیج کی تباه کړه. په دې توگه متحده ایالاتو د اگسټ په میاشت کی د مانیلا ښار ونیوی او بالاخره فیلیپین د هسپانیې څخه د متحده ایالاتو لاسته ورغی.

جنگ د ډسامبر تر لسمی پوری دوام وکړ او په پای کی هسپانیې د سولی او اوربند غوښتنه وکړه او د پاریس د تړون په لاسلیک کېدلو سره جنگ پای ته ورسېدی.

XS
SM
MD
LG