د لاس رسي وړ اتصالات

د ساینس او چاپیریال نهم ملي کانفرانس: د حیاتي تنوع په حالت څېړنې


د ساینس، پالیسي او چاپیریال نهم ملي کانفرانس په واشگټن کې د ساینس او چاپیریال د ملي شورا له خوا چې یوه غیر انتفاعي او غیر دولتي موسسه ده جوړ شوی ؤ.

په دې کانفرانس کې تر اتو سوو پورې د مختلفو ډگرونو، حکومتي او غیر حکومتې موسساتو، استادانو او د طبیعي منابعو اړونده چارواکو، محصلینو او همدا رنگه د چاپیریال فعالینو گډون کړی ؤ.

دغه کانفرانس هر کال دایریږي او د طبیعي منابعو او چاپیریال په مختلفو موضوعاتو او ستونزو بحثونه کوي او خپل تجاویز چارواکو او اړوندو منابعو ته سپاري.

د سږکال په کانفرانس کې په ډیر ژربدلیدونکې نړی کې د حیاتي تنوع په حالت څېړنې او بحثونه وشول.

باید ووایو چې د مختلفو عواملو له کبله د ځمکې په کره کې د نباتاتو او حیواناتو د انواعو شمیره کمیږي او هره ورځ ددوی نسلونه له منځ نه ځي.

د نړی چاپیریال په مختلفو وجوهاتو بدلون مومي. د تکنالوژۍ د بیساري ودې په سبب اوسني انسانان کولی شي په وچه او اوبو کې په طبیعي منابعو پسې وگرځي او خپلې اغېزې چې ډیر کله منفي دي پریږدي.

یو ددغو بدلونونو نه د اقلیم بدلون دی چې اوس د یوې تیورئ نه البته د واقعیت په حیث څرگندیږي. د انسان د کړنو او د نورو ناپیژندل شوو عواملو له امله د ځمکې د کرې اقلیم بدلون مومي او په دې بدلون سره د ملیونونو نباتاتو او حیواناتو په ژوند کې هم بدلونونه منځ راځي.

څرنگه چې دغه نباتات او حیوانات نشي کولی د نوې چاپیریال سره په بیړه بیا توافق کړي نو احساس کیږي چې ډیر شمیر انواع له منځه لاړ شي یا دا چې د یوه نبات یا حیوان په ځای نور ژوندي اجسام ددوی ځایونه ونیسي او کیدلای شي چې دغه کار د انسان ژوند ته هم سختې خطرې پیدا کړي.

د انسانانو ژوند د حیواناتو او نباتاتو په شته والي متکی دی. او ځمکه نه یواځې دا چې د ټولو لپاره د ژوند امکانات برابروي، د دوی د ژوند هستوگڼځی هم دی.

په دې کانفرانس کې په دې هم خبرې وشوې چې بارک اوباما به ژر د ملک د نوي جمهور په حیث په کار پیل وکړي. ده د انتخاباتي مبارزو په جریان کې په امریکا په ټولو ساحو کې د نوښت او بدلون خبرې کړي دي نو اوس به د ده موقف د طبیعي منابعو لکه انرژي او چاپیریال په هکله څه وي؟

باید وویل شي چې د اوسني حکومت په دوران کې د نړی او امریکا ډیر شمیر پوهانو او د چاپیریال فعالینو د طبیعي منابعو او چاپیر یال په برخه کې د امریکا په پالیسیو سخت انتقادونه کول.

د بش اداره په دې تکل ؤ چې معادنو خاصتًا د تیلو منابع ولټول شي خو نورو انتقادونه کول او نه یې پریښودل ځکه چې دا کار چاپیر یال ته ضرر رسوي.

د امریکا حکومت په دې هم تورن ؤ چې نړیوال تړونونه او ميثاقونه نه مني.

د بش ادارې تل داخبره کړېده چې که چیرې دوی دا کار وکړي نو په امریکا کې د اقتصادي ودې پروسه کمزورې کړي. د کانفرانس گډون کونکو د نوي حکومت نه دا غوښتنه کوي چې په اول گام کې هغه ټول فرامین او مقررې چې د بش د ادارې لخوا وضع شوې او چاپیریال او طبیعي منابعو ته زیان رسوي اوباما دی هغه منسوخ اعلان کړي او د نړیوالو سره په گډ تفاهم ځنې بین المللي میثاقونه چې تر اوسه پورې د امریکا لخوا نه دي لاس لیک شوي، لاس لیک کړي.

ددې کانفرانس په ترڅ کې د تجاویزو یو اوږد لست وړاندی شوی دی. په دې لست کې د حیاتي تنوع د ژغورنې لپاره د ښونې او روزنې، د ظرفیتونو د روزلو، د قوانینو او ظوابطو د جوړولو او عمليکولو، د نباتاتو او حیواناتو غذايي او اقتصادي اهمیت ته د پاملرنې کولو، د ځنو خاصو حیواناتو د له منځه تللو د مخنیوي، د افریقا په و چه کې د حیواناتود ساتنې، د غریبو هیوادونوسره د مرستې د کولو تر څو دوی خپل نباتات او حیوانات وساتي، په اوبو کې د حیواناتو او مرجانونو د ساتلو، د فرهنگونو د تنوع د ساتنې، د زراعتي ځمکو او د زراعتي انواعو د ساتلو، د انقراض د مخنیوي، د اقلیم د بدلون او د هغې د اغیزو او نورو داسې اقداماتو په هکله تجاویز وړاندې شول.

XS
SM
MD
LG