د لاس رسي وړ اتصالات

د برتانیې صدراعظم هند او پاکستان ته ولاړ


د برتانیی صدراعظم گوردن برون نن په اسلام آباد کی د پاکستان د جمهور ریس آصف علی زرداری سره ملاقات کوی تر څو د پاکستان او هند ترمینځ خړپړ شوی اړیکی یو څه ښی کړی.

ښاغلی برون نن د پاکستان پایتخت اسلام آباد ته له هغه وروسته ورغی چی په نوی ډهلی کی یی د هند د صدراعظم من موهنگ سنگ سره وکتل.

ښاغلی برون وویل چی هند ته د دی لپاره تللی و چی د تیری میاشتی د مومبای په ښار کی د ترورستی حملو له امله چی د ۱۷۰ نه زیات خلک پکی مړه شول خپل د تسلیت مراتب وړاندی کړی.

ښاغلی برون د د هند د دی ادعا ملاتړ وکړ چی په پاکستان کی دیره د لشکر طیبه ترورستی ډله د دی حملو مسؤلیت په غاړه لری.

هغه وویل چی ښاغلی زرداری ته به ووایی چی پاکستان باید د دی ترورستانو جرړی وباسی.

د یکشنبی په سهار د هند هوایی قواوو د پاکستان هغه ادعا رد کړه چی گڼی د هند جنگی الوتکی د پاکستان خاوری ته ننوتلی وی.

XS
SM
MD
LG