د لاس رسي وړ اتصالات

د نړیوالې لوږې په هکله نوی رپوټ: په نړۍ کې لوږه ډېره شوې


د نړیوالې لوږې په هکله یو نوی رپوټ وايي په نړۍ کې لوږه ډېره شوې. د نړۍ لپاره ډوډۍ په نامه یوې خیریه موسسې د امریکا په راتلونکي حکومت غږ کړی چې دې خبرې ته لومړيتوب ورکړي.

د نړۍ لپاره ډوډۍ د موسسې رپوټ وايي په تېرو دوو کالونو کې د هغو خلکو شمېر چې په غربت کې ژوند کوي سل ملیونه نور زیات شوی.

رپوټ وايي د هغو خلکو شمېر چې وږي دي پنځه اویا ملیونه جگ شوی. دغه ډله وايي امریکا باید له نورو هیوادونو سره د کرهڼې په ډگر کې په پرمختیا کې مرسته وکړي په ځای ددې چې هغوی ته د خوراکي موادو مرستې ورکړي.

د نړیوال بانک مرستیال مشر جوی پومافي وايي: "ترټولو لویه ستونزه په رښتیا هم د کرهڼې په ډگر کې پانگه اچونه، او تجارتي بندیزونه لري کول دي."

رپوټ وايي د امریکا په گډون څلویښت ملکونه د خوراکي موادو په وارداتو بیل بیل ډوله بندیزونه لر‏ي، او دا کار د خوراکي موادو حاصلات نور هم کموي. د نړۍ لپاره د ډوډۍ موسسې مشر ډېویډ بیکمن وايي امریکا او نور هیوادونه د خوراکي موادو د مرستو سره سره باید نور څه هم وکړي.

ډېویډ: "د هر یوه ډالر په بدل کې چې مونږ یې مصرفه و، مونږ د امریکا له حکومت څخه د پرمختیايي کارونو لپاره لا زیاتې پیسې غواړو."

د سولې لپاره د ډوډۍ موسسه وايي امریکا د نړیوالې پرمختیا لپاره د نړۍ بل تر هر هیواد زیاتې مرستې ورکوي. خو که د عایدو د تناسب په حیث وکتل شي نو امریکا د نړۍ تر زیاتو شتمنو هیوادونو وروسته ده.

د کاتولیک ریلیف سرویس مشر کین هېکیټ له اوباما غواړي چې د امریکا مرستې هغومره وساتي څومره چې د بوش د حکومت په وخت کې وې.

هیکیټ: "دغه پیسې به غالباً نورې هم ښې مصرف شي، د نړیوالې اقتصادي وضعې له کبله به په راتلونکې یو یا دوو کالونو کې نړیوالې مرستې کمې شي."

رپوټ وايي نړیوال غربت کمول او نړۍ په مخ بوول باید د امریکا د نوي حکومت د باندنۍ پالیسۍ هدفونه وي. رپوټ زیاته وي چې د اوباما حکومت د نړیوالې پرمخیتا لپاره باید یو نوی وزارت جوړ کړي.

XS
SM
MD
LG