د لاس رسي وړ اتصالات

پر جمهور رئیس بوش د بوټونو ګوزار کوونکی خبریال ونیول شو


د عراق حکومت هغه خبریال توقیف کړ چی د امریکا پر جمهوررئیس جورج بش یی د بوټونو گوزارونه وکړل.

د عراق چارواکو نن د دوشنبی په ورځ په بغداد کی د خبریال منتظر الزیادی دغه عمل محکوم کړ او د هغه له مشر د البغدادیه له تلویزیون نه وغوښتل چی بښنه وغواړي. البغدادیه ددی په مقابل کی ددغه خبریال د خوشی کولو غوښتنه کړیده. د البغدادیه تلویزیون وویل چی د الزیادی خوشی کول به له هغه څه سره برابر وی چی د بیا ن ازادی بلل کیږی او امریکا له ټولو عراقیانو سره د دغی ازادی وعده کړیده.

د صدام حسین پخوانی وکیل الجزیره ته ویلی دی چی دی به په محکمه کی د الزیادی نه دفاع وکړی. مظاهره چیانو نن د بغداد په صدر ښار کی او د شیعه گانو په مقدس ښار نجف کی د الزیادی د خوشی کولو غوښتنه وکړه.

د دغه خبریال ملگرو اوهمکارانو وویل چی زیادی له ښاغلی بوش نه نفرت کاوه او په عراق کی یی د ټول وینو تویولو مسئول باله.

الزیادی د خبری کنفرانس په ترڅ کی پر ښاغلی بش باندی اول د یوه بوټ گوزار وکړ او بیا یی ورپسی د بل بوټ گوزار وکړ. ښاغلی بش د ځان د بچولو لپاره سر ټیټ کړ او د بوټ گوزار یی پر سر تیر سو.

د امنیتی چارو مامورانو الزیادی له کوټی نه بهر ویوست او د عراق نورو خبریالانو معذرت وغوښت. ښاغلي بش دا عمل بابیزه وگاڼه او ویې ویل چی ده د خطر احساس ندی کړی.

XS
SM
MD
LG