د لاس رسي وړ اتصالات

پاکستان خپل عسکر د هند پر لور خوځولي


د پاکستان مقامات وايي، د ممبۍ د تیرې میاشتې د حملو پر سر له هند سره د روانې ستونزې له آمله یې خپل عسکر د هغه هیواد پر لور خوځولي دي.

عیني شاهدان وايي، ډیر هغه عسکر چې د افغانستان سرحد ته نږدې په قبایلو سیمو کې د القاعدې او طالبانو په خلاف په عملیاتو بوخت وو اوس د هند پر لور خوځېدلي دي.

تر اوسه پوځ ددغو عسکرو د دوباره تنظیمولو په اړه ځه نه دي ویلي، خو پاکستاني چارواکي وایی چی د وسله والو قواو د کارکونکو رخصتي یې ځکه معطله کړې ده چی په مومبای کی د تیري میاشتي د تروریستي حملو په وجه لا د هند سره تاوتریخوالی موجود دی .

د پاکستان ددفاع د وزارت مامورینو وویل چی پوځ او هوایي قواوي د واړي تیار سئ شوي دي .

هند او پاکستان دواړه وایی چی دوی جگړه نه غواړي ، مگر پاکستان ویلي دي چی که حمله پر وشی نو جواب به ورکړه سی .

د پاکستان صدراعظم یوسف رضا گیلاني پرون د نړۍ والي ټولني نه وغوښتل چي ددې تاو تریخوالي د کمولو سره مرسته وکړی .

XS
SM
MD
LG