د لاس رسي وړ اتصالات

بنگلدیش انتخاباتو ته تیاری نیسي


د بنگله دېش دوو مهمو سیاسی مشرانو د سبا ورځی د پارلمانی انتخاباتو نه مخکی د انتخاباتی مبارزې وروستنۍ غونډي کړي دي.

ددغی رایه گیری هدف دا دی چی په هغه هیواد کی د پوځ په ملاتړ دوه کلن حکومت نه وروسته ډیموکراسي ټینگه شی.

د عوامی لېگ مشره شیخ حسینه واجد نن په ډاکه کی ده او دهغې رقیبه د بنگله دېش د ملی گوند مشره خالده ضیا د چیتاکانگ په ښار کی انتخاباتی مبارزه کوی. دغه دواړي ښځي په رایه گیری کی له نورو نه مخکي دي.

حکومت هغه اضطراري حالت چی تقریبادوه کاله هلته ټینگ وو لیری کړ او اوس یې د سولي او نظم د ساتلو دپاره تقریبا شپږ سوه زره پولیس ځای پر ځای کړي دي.

دوه سوه زره داخلی او دوه زره خارجی څارونکي به د رایه گیری وروستني نتایج گوری.

د ملی انتخاباتو د څارونکي شورا ریس د امریکا ږغ راډیو ته وویل چی څارونکي د رایه گیری په نتایجو کی د هر ډول غبن د کېدلو په مخنیوی کی مرسته کوی.

XS
SM
MD
LG