د لاس رسي وړ اتصالات

سور صلیب: غزه کې بشري بحران روان دی


د بشری مرستو موسسی واېې چې غزه د بحران اوتشنج په درشل کې ولاړه ده په داسی حال کې چې نن د سه شنبی ورځ ېوولسمه ورځ ده چې د اسراېېلو نظامی تهاجم د حماس خلاف دوام لری.

د غزی د ورغتېا چارواکی واېې تر اوسه پورې له ٥٦٠ نه زېات فلسطېنېان وژل شوېدی او ٢٥٠٠ نور فلسطېنېان د اسراېېلو په پراخه نظامی عملېاتو کې زخمی شوې دې.

د سره صلېب نطاق په غزه کې ووېل چې حالات سخت خراب دی او روغتونونه له ملکی زخمېانونه ډک دی.

طبی ماموران او دملگرو ملتونو چارواکی واېې چې لږ تر لږه دری فلسطېنېان د اسراېېلو په حمله کې دملگرو ملتونو په ېوه ښوونځی کې ووژل شول.

اسراېېل واېې چې د شنبی د ورځی راهېسی چې دوی زمکنی حمله پېل کړېده ١٣٠ سر تېری ېې وژلی دی.

د اسراېېلو د دفاع وزېر ېهود براک ووېل په غزه کې به عملېات ترهغه وخت پورې دوام وکړی چې اسراېېل د خپلو جنوبی اوسېدونکېو لپاره سوله او ارامش منځته راولی.

هغه واېې چې دغه خلک د حماس په راکټونو لگېدل.

د برتانېې پخوانی صدر اعظم ټونی بلېر چې د منځنی ختېځ د سولی د څلورو خواو ېعنی د امرېکا، اوروپاېې اتحآد، ملگرو ملتونو او روسېې استاځی دی واېې چې سملاسی اوربند ممکن دی خوکه چېرې هغه تونلونه چې له مصر نه غزې ته وسله پکی وړل کېږی بند شی.

په جنېوا کې دېره دنړېوال سره صېلېب رئېس واېې په غزه کې په بشپړ ډول بشری ستونزی او بحران منځته راغلی دی. د فرانسی جمهور رئېس نېکولس سرکوزی د سورېې له جمهور رئېس بشار الاسد سره نن د خپل رسمی سفر دېو برخه په توگه خبری وکړی.

د فرانسی جمهور رئېس ووېل چې سورېه په حماس باندی په فشار اچولو کې مهم نقش لرلی سی چې پر جنوبی اسراېېلو باندی د راکټ گوزارونه بند کاندی.

خو ښاغلی اسد د اسراېېلو حمله دېوه وحشېانه تجاوز په عنوان محکومه کړه.

عېنی شاهدان واېې چې اسراېېلی قواوې په غزه کې ډېرې وردننه شوېدی او اوس د خان ېونس ښارگوټی په لور روانی دی.

منابع واېې چې جگړې د غزې د ښار په شاوخواکې او هم د شمالی جبلېې د مهاجرو په کمپ کې شدت موندلی دی.

XS
SM
MD
LG