د لاس رسي وړ اتصالات

نیمروز کې ځانمرگې حملې تلفات اړولي


افغان مامورین وایی چی یوه ځان مرگه بم چونکي د افغانستان په جنوب کی شپږ کسه وژلی دي چی په هغوی کی د پولیسو یو صاحب منصب هم شامل و .

د نیمروز والي غلام دستگیر آزاد وایی چی د حمله کونکي هدف دغه صاحب منصب و . دا پېښه نن د جمعې په ورځ د زرنج په ښار کی سوې ده .

مامورینو مخکی ویلي وو چی په دې چاودنه کی لس کسه وژل شوي دي .

له بلي خوا د امرکا اردو نن وویل چی ائتلافي قواو د پنجشنبې په ورځ د زابل په ولایت کی په یوې شبکې باندی چی بمونه یې جوړول حمله وکړه او پنځه تنه یې په کی ووژل .

چارواکي وایی چی په ائتلافي عسکرو باندی هغه وخت ډزي وسوې چی هغوی د طالبانو په هغه نفر پسې گرځیدل چی په لویو لارو کی د سړکونو په غاړو د بمونو د ایښودلو ځایونه یاغیانو ته ورښئي .

او د امریکا اردو وایی چی یوه ځان مرگه بم چونکي پرون په کندهار کی دوه امریکایی عسکر وژلي دي . محلي مامورینو وویل چی په دې چاودنه کی دوه ملکي افغانان هم وژل سوي او ٢١ نور زخمي سوي دي .

XS
SM
MD
LG