په پاکستان کی د امریکا سفارت وایی چی د جمهوررئیس منتخب مرستیال جو بایډن پاکستان ته را رسیدلی دی چی ددې هېواد د لوړ رتبه نظامي او سیاسي چارواکو سره وگوری .
د هغه سره د امریکا د کانگرس یو هیات هم دی . سناتور بایډن دا سفر د امریکا د مشرانو د جرگې د خارجي روابطو د جرگه گۍ د رئیس په توگه کوی چی دا وظیفه به یې څو ورځي وروسته ختمه سی .
د بایډن دفتر ددې هفتې په سر کی یوه بیانیه خپره کړه او په هغې کی یې وویل چی ددې هیات ماموریت به د حقایقو معلومول وی ، مگر په هغې کی د امنیتي ملحوظاتو په وجه ددې سفر په باب تفصیلات نه وو ورکه شوي .
بایډن جنوبي آسیا ته د تگ په لاره پرون په کویټ کی تم شو او د هغه هیواد د صدراعظم سره یې وکتل .
ددې ملاقات چی په ناڅاپي توگه وشو ، جزئیات لا نه دي معلوم .
د امریکا د منتخب جمهوررئیس براک اوباما او منتخب مرستیال جو بایډن د کار د شروع کیدو د لوړي مراسم به د جنوري په شلمه تر سره شی .