د لاس رسي وړ اتصالات

حسنی مبارک او سرکوزې د فلسطېن داوربند لپاره غونډه کوی


د نړۍ د مشرانو په شمول د ملگرو ملتونو د سرمنشی بان کی مون هیله څرگنده کړی دچی د مصر د شرم الشیخ غونډه وکولی شی اسراییل او فلسطینیان د یوه دایمی اوربند کولو ته مجبور کړی.

گمان کیږی چی په ننی غونډه کی به د اسراییلو او حماس استاځی گډون ونکړی. د دی غونډی مشری د مصر جمهور ریس حسنی مبارک او د فرانسی جمهور ریس نیکولاس سارکوزی په غاړه لری .

د ترکیی جمهور ریس عبدالله گل مخکی له دی چی د مصر په لوری روان شی وویل چی د اسراییلو یو اړخیز اوربند یو مثبت گام دی، خو په اسراییلو یی غږ وکړ چی د غزی نه ټولی خپلی قواووی وباسی.

د برتانییی صدراعظم گوردن برون هم د مصر په لوری روان دی.

د برتانیی د نړیوالو اړیکو وزیر دگلاس الکسندر د برتانیی ټلویزیون ته وویل چی برتانییه به د غزی په تړانگه کی د بشری مرستو لپاره ٣٠ ملیون ډالره مرسته وکړی.

د چیک جمهوریت چی د اروپایی ټولنی دوره یی ریاست په غاړه لری په حماس غږ کړی چی پرته له قیدو شرطه په عاجله توگه اوربند ومنی.

بل پلو، اېهود اولمېرت واېې چې ېو اړخېز اوربند ثابت ندی. د اسراییلو صدراعظم وایی چی د غزی په تړانگه کی د هغوی یو اړخیز اوربند ثابت نه دی او که چیری حماس د راکټونو ډزو ته ادامه ورکړی نو دوی به هم له دفاع کولو دریغ ونکړی.

صدراعظم اهود اولمرت نن دغه خبری مخکی له دی وکړی چی د کابینی اونیزه غونډه پیل شی،هغه خبریالانو ته وویل چی دغه اور بند به دقیقه په دقیقه وڅیړل شی.

اسراییلو په یو اړخیز ډول نن سهار اوربند اعلان کړ.

فلسطینی یاغیانو په داسی حال کی چی د غزی په شمالی برخه کی د اسراییلی قواوو سره جگړه کوله، د اسراییلو د سیدروت په ښارگوټی یی د راکټ شپږ ډزې وکړلی.

د اسراییلو پوځ وایی چی د هغوی جنگی جټ الوتکو د سیدروت په ښارگوټی باندی د وار شوو راکټونو په ځایونو بمباری کړیده.

د فلسطین د طبی چارو کارکونکی وایی چی اسراییلی پوځونو د خان یونس په کلی کی چی د وار شوو راکټونو د ځای نه ډیر لیری نه دی په یوه ملکی کس ډزی کړی دی او وژلی دی.

XS
SM
MD
LG