د لاس رسي وړ اتصالات

رپوټ: ایران د یورانیمو د کمبود سره مخ دی


دلندن ټائمزورځپاڼی رپوټ ورکړیدی چې لویدیځ ملکونه پدی عقیده دی چې ایران داومو موادو دکمبود سره مخامخ دی چې پخپل اتمی پروگرام کې ورنه کاراخلی او دغه هیوادونه کوښښ کوی چې دایران مخه ونیسی چې دغه مواد لاس ته رانه وړی .

دلندن ټائمزورځپاڼۍ نن دشنبی په ورځ دمعتبرو ډیپلوماتیکو منابعو له قول رپوټ ورکړیدی چې کیدای شی ایران په څومیاشتو کې دزیړ کیک په نامه یورانیم ختم کړی .

ورځپانه وائې، په درو مهمو ملکونو کې چې یورانیم پکی پیدا کیږی ، ډیپلوماتانو ته امرکړیدی چې ددغو ملکونو حکومتونه دی ته وهڅوی چې په ایران باندی یورانیم ونه پلوری . دغه ملکونه قزاقستان، ازبکستان او برازیل دی . دغه مبارزه دتیرکال په اخرکې پیل شویده .

ورځپاڼه وائې، امریکا، فرانسی اوالمان هم دیورانیمو په تولید کوونکو ملکونو باندی فشار راوستی دی چې په ایران باندی دیورانیمو خرڅلاو ختم کړی .

لویدیځ ملکونه گمان کوی چې ایران غواړی اتمی ټکنالوجی لاس ته راوړی چې په اتمی وسلو کې ورنه کارواخلی مگر ایران پدی خبره ټینگار کوی چې دغه پروگرام ئې دسوله ایزو مقاصدو لپاره دی .

ملگرو ملتونو دایران په خلاف دری اقتصادی بندیزونه لدی کبله لگولی دی چې خپل دیورانیمو دغنی کولو له پروگرام نه لاس نه اخلی .

XS
SM
MD
LG