د لاس رسي وړ اتصالات

د امریکا نوې ستراتیژي: افغانستان او پاکستان تر ټول مهم


د امریکا د مسلح قواوو لوی درستیز ستر جنرال مایک مولن نن په واشنگټن کې یوه خبرې کنفرانس ته وویل چې د امریکا پر هغه ستراتیژئ باندې جدي خبرې روانې دي چې د جمهور رئیس براک اوباما په نوي حکومت کې د ملي امنیت مسئولینو د افغانستان لپاره تیاره کړې ده.

سترجنرال مایک مولن وویل، چې د امریکا په نوې ستراتیژئ کې افغانستان او پاکستان تر ټولو مهم ځای لري.

مولن وايي، جمهور رئیس اوباما دا خبره روښانه کړې ده چې د نوي ستراتیژئ پر اساس باید له پاکستان سره له نږدې نه اړیکې وساتل شي.

او ددغې ستراتیژئ یو مهم ټکی دا دی چې سیمییزه همکاري رامنځته شي.

د افغانستان په اړه مولن وویل، د طالبانو فعالیت او د حملو اندازه د تیر کال په نسبت څلویښت فیصده زیاته شوې، خو د افغانستان په ملي اردو کې شوي پرمختگ ته یې خوشبیني څرگنده کړه.

جنرال مولن وویل، د اداري فساد موجودیت هم په افغانستان کې یوه بله مهمه اندېښنه ده. هغه په دې برخه کې ملي پولیس یاد کړل او ویلې ویل چې کافي پرمختگ یې نه دی کړی.

مولن وویل، د افغانستان د کورنیو چارو د نوي وزیر حنیف اتمر ټاکل کېدو ډاډمن کړی او دې ته هڅېدلی چې په دې برخه کې پرمختگ ته کار وشي.

ځینې رپوټونه وايي، ټاکل شوې ده چې د افغانستان راتلونکي انتخابات د امنیتي دلایلو له کبله وځنډول شي. ستر جنرال مولن د همدې پوښتنې په ځواب کې وویل:

"راتلونکي انتخابات د افغانستان د راتلونکي لپاره مهم دي او ما د چارواکو له خولې داسې څه نه دي اورېدلي چې دغه انتخابات به له ټاکلې نیټې نه وځنډیږي".

له تیرو څو روځو راهیسې د روسیې او افغانستان د ممکنه نظامي همکاریو په باب د نړۍ مطبوعات تبصرې کوي. په دې اړه څه وویل شول؟

د افغانستان د جمهوري ریاست دفتر څو روځې مخکې یوه اعلامیه خپره کړه. په دغې اعلامیې کې ویل شوي وو چې د افغانستان د حکومت د پیشنهاد له مخې، روسیې دې ته تیاری ښودلی چې له افغانستان سره نظامي همکاري وکړي.

له مایک مولن نه پوښتنه وشوه چې آیا فکر کوي چې افغانستان دا وخت د روسیې همکارئ ته ضرورت لري؟ که یې لري نو د څه ډول همکارئ ضرورت لیدل کیږي؟

مولن وویل: دا پریکړه په جمهور رئیس کرزي او د افغانستان په حکومت پورې اړه لري. خو له هغه ځایه چې زه خبر یم. روسیه غواړي په افغانستان کې د ترویزم په خلاف له روانو هلو ځلو سره مرسته وکړي.

XS
SM
MD
LG