د لاس رسي وړ اتصالات

'د بوش حکومت افغانستان ته په کافی اندازه منابع په واک ورنکړې'


د واشنگټن پوست ورځپاْڼه لېکی چی د ېموکراتانو د بش په اداره باندی په دې انتقاد کاوه چې افغانستان ته ېې په کافی اندازه منابع ورنکړلی.

خو اوس چې د اوباما د جمهوری رېاست دوره پېل شوېده داسی معلومېږی چې ېو شمېر خلک په دې مسله له سره غور کوی.

واشنگټن پوست د سناتور جان کېری له قوله لېکی چې هغه وېل زموږ اصلی مقصد دا و چې هلته ولاړ شو او القاعده سره جگړه وکړو نه دا چی هلته ولاړ شو او له افغانستان نه د امرېکا ېو پنځوسم اېالت جوړ کړو.

جان کېری د ېموکرات دی او اوس د امرېکا د سنا د خارجی چارو د جرگه گۍ مشر دی. ښاغلی کېری په خپله په ٢٠٠۴ مېلادی کال د جمهوری رېاست لپاره مبارزه کوله.

په هغه وخت کې ېې وېلی وو چې پکار ده افغانستان ته نور عسکر ولېږلی شی. خو اوس واېې چې دا تقرېبا له وېتنام سره موازی دی. خو په ډېرو مختلفو ډولو نو ښکته او پورته کېږی.

د امرېکا ددفاع وزېر رابرت گېټس هم د تېرې سه شنبی په ورځ کانگرېس ته د معلومات ورکولو په غونډه کې دا خبره تائېد کړه.

هغه ووېل: "که موږ د ځان لپاره ډېر پراخه اهداف وټاکو نو موږ به ېې باېلو ځکه که رېښتېا وواېو نوهېڅوک هم په دنېا کې دومره وخت، صبر، او پېسی نلری. موږ په دې خوشاله ېو چې په دې موافقه وکړو چې افغانستان باېد د امرېکا ېو پنځوسم اېالت نشی. تر اوسه پورې چې موږ پوهېږو په افغانستان کې د امرېکا اهداف له ٢٠٠٢ کال راهېسی هغه دی چې ښاغلی گېټس ووېل."

افغانستان باېد ېو داسی هېواد وی چې القاعده ته د سېب ځای برابر نکړی او د طالبانو حکومت رد کړی. هغه مشروع حکومت تائېد کړی چې دوی په خپله انتخاب کړېدی.

په دې برخه کې لکه څنگه چې ښاغلی گېټس ووېل مشکل دا دی چې ددې کار لپاره باېدغربی پاکستان با ثباته کړی شی. د مخدره موادو تجارت ورک کړی شی.

د افغانستان پوځ پراخه کړی شی او د افغانستان لپارهېو داسی قانونی نظآم جوړ کړی شی چې په عمل کې کار وکړی.

واشنگټن پوسټ لېکی چې ددې کار سرته رسولپه مقابل کې ډېرې پېسی، ډېر عسکر، اود ډېرو کلونو تعهد غواړی او د امرېکا تلفات هم زېاتېدلی شی.

د جنوبی کرولاېنا سناتور لندسی گراهام ښاغلی ته گېټس ته ووېل لنډه خبره داده چې دا به ډېر سخت کار وی، ډېر به مشکل وی او په ډېرو لحاظونو به له عراق نه سخت وی. اېا ته له دې سره موافق ېې؟ او هغه ځواب ورکړ چې هو!

واشنگټن پوست لېکی چې په دې صورت کې ولې غواړو داخبره داسی معلومه شی چې داوباما اداره غواړی د امرېکا اهداف اومقاصد کم کړی.

د دې کار ېومقصد ښاېې صرف سېاست وی چې د جنگ مخالفېنو ته ډاډ ورکړل شی چې امرېکا په افغانستان کې د روسېې او برتانېې په څېر نه غواړی چې په داسی ستونزو په افغانستان کې اخته شی چې خلاصېدل ېې گران وی.

خو ددی سره سره پکار ده چې نوی اداره او دهغوی ملاتړ په ستر سېاسی ضرورت باندی پوه شی او دا امرېکا خلکو ته واضح کړی چې د ترهگری خلاف جگړه چې اوس ورته هرڅه وېل کېږی د جنوری په ٢٠مه ندی پاېته رسېدلی او افغانستان به په خاصه توگه ډېرو کلونو صبر، او قربانی وغواړی چې سم پړاو ته ورسېږی.

د لوشو او خټو له ډنډ نه ځا ن ساتل ددې مانا نلری چې دامرېکا د قواو زېاتول او ېاپه مرستوکې انکشاف راوستل وځنډول شی او د داسی پلان جوړول اوعملی کول چې په هغه کې ملکی اونظامی برخی ، بېا رغونه ، اوسېاسی پخلاېنه شامله وی، پرېښودل شی.

واشنگټن پوست لېکی چې سناتور لېبرمن ووېل چې همدغه راز پلان په عراق کې د امرېکا د پرمختگ بنېاد اوبنسټ برابر کړ. خو دا پلان په افغانستان کې هېڅکله عملی نشو.

ددې ېوعلت خو دا دی چې پکارده امرېکا له خپلو تقرېبا څلوېښت انډېوالانو سره صلاحېت شرېک کړی. په دې انډېوالانو کې ډېر په خپلو عسکرو باندی سخت محدودېتونه لگوی چې څه وکړی او څه ونکړی. هغوی په دې هم ټېنگار کوی چې د خپلو انکشاف پلانونو پالنه اوڅارنه په خپله وکړی.

واشنگټن پوست لېکی چې دافغانستان حکومت په اداری فساد کې ډوب دی او له قوماندانانو سره اختلاف لری.

واشنگټن پوست لېکی چې افغانستان دېته ضرورت نلری چې د امرېکا ٥١م اېالت شی خو ېوه ډېر جامع پلان ته ضرورت لری چې داسی قوی ملک ترېنه جوړ شی چې له طالبانو او القاعده سره مقاومت وکړلی شی.

دېوه جامع پلان جوړول ډېرې قوی او جدی دېپلوماسی ته ضرورت لری او دامرېکا نوی استاځی په دې کار کې شهرت لری. خو ددغې ستونزې د سختوالی او اهمېت او ېا مصارفو کم ښودل ښاېې مرسته ونکړی.

XS
SM
MD
LG