د لاس رسي وړ اتصالات

امریکا د افغانستان په باب رپوټ خپور کړ


د امریکا یوه حکومتي اداره وایی چی د افغانستان د بیا رغوني پروگرام د لگښتونو په باب منسجمه ستراتیژي نه لری چی خپل اهداف تر سره کړی.

دا رپوټ چی پرون د پنجشنبې په ورځ د افغانستان د بیا رغوني د پاره د امریکا د کانگرس د خاص عمومي تفتیش د دفتر له خوا خپور سوی وایی چی امریکا افغانستان ته ٣٢ ملیارډ ډالره د بشري مرستو د پاره تخصیص کړي وو، مگر هغه یې ټول نه دي مصرف کړي. په داسی حال کی چی نورو ملکونوهم ٢٥ ملیارډ ډالره بسپني ورته ټاکلي وې.

په دې رپوټ کی ویل شوي دي چی د بیا رغوني په فعالیتونو کی نیمگړتیاوي موجودي وې او د امریکا د اهدافو په ترسره کولو کی یې کوم مرکزي پلان نه درلود.

په دې اهدافو کی د افغانستان د زیربنا بیا آبادول، د سیاسي مؤسسو بیا جوړول، د افغانستان خلکو ته د خدماتو برابرول او د بیا رغوني او آبادۍ د پروژو د پاره د ضروري امنیت ساتل شامل وو.

په رپوټ کی دا هم ویل شوي دي چی د افغانستان حکومتي مامورین غواړی چی د پلانونو په جوړولو کی پراخ نظر ولری.

XS
SM
MD
LG