د لاس رسي وړ اتصالات

پر اسرائیلو بیا توغندی لگیدلی


د اسرائیلو پوځ وايي، افراطی فلسطینیانو نن دشنبی په ورځ دغزی له تړانگی نه یوتوغندی توغولی چې داسرائیلو په جنوب کې لگیدلی دی خو تلفات ئې ندی اړولی .

د هغه وخت نه را پدی خوا چې داسرائیلی قواو دغزی دتړانگی دافراطیانو ترمنځ اوربند شویدی، دا تقریبآ په دوهفتو کې دارنگه دریم توغندی دی چې توغول کیږی .

دمنځنی ختیځ لپاره دامریکا خاص استازی جورج میچل پرون دجمعی په ورځ سیمی ته دخپل سفر په وخت کې خبرداری ورکړچې دسولی دخبرو کوښښونه به دناکامی سره مخامخ شی . هغه وویل، مهمه ده چې دوامدار اوربند وشی په داسی حال کې چې دغزی دتړانگی دبشری ضرورتونو غم خوړل کیږی .

اسرائیل پدی خبره ټینگار کوی چې ترهغې پوری دغزی دتړانگی سره سرحدونه نه خلاصوی ترڅوچې دحماس ډلی اسرائیلی عسکر (گیلادشالت ) خوشی کړی نوی . دغه عسکر دحماس ډلې په دوه زره شپږم کال کې نیولی دی .

دحماس دډلې یو لوړ رتبه غړی خلیل الحیا پرون دجمعی په ورځ وویل، دغه ډله شالت ترهغې پوری خوشی نکړی ترڅو چې اسرائیلو دحماس بندیان خوشی کړی نوی .

XS
SM
MD
LG