د لاس رسي وړ اتصالات

د افرېقاېې هېوادونو د اتحآدیی مشرانو غونډه


د افرېقاېې هېوادونو د اتحآدیه مشرانو ېوه عالی غونډه ددی لپاره جوړه کړېده چې په دې باندی بحث وکړی چې د پان افرېکن حکومتونو نه د اروپاېې اتحاد په څېر ېوه ټولنه ېا اتحآد جوړ کاندی.

د لېبېا مشر معمر قذافی د څوکلونو راهېسی د دغه راز پلان په عملی کولو ټېنگار کوی. هغه واېې چې دغه رازېو اتحآد به د افرېقاېې ملکونو داقتصادی، سېاسی اونورو مشکلاتو چاره بې له دېنه چې غربی هېوادونه پکی مداخله وکړی غم وخوری.

دغه عالی غونډه په ادېسه بابا کې جوړه شوېده او ددې لپاره اختصاص شوېده چې د افریقاېې هېوادونو زېربنا ته انکشاف ورکړی خو تر اوسه پورې د افرېقا د عاجلو اقتصادی ستونزو په مسله پکی ترهر څه زېات بحث روان دی.

XS
SM
MD
LG