د لاس رسي وړ اتصالات

جنوبي وزیرستان کې توغندي ٢٠ تنه ووژل


د پاکستان په قبایلي سیمه کې د توغندیو په یوه حمله کې چې شک کیږي امریکايي بې پیلوټه الوتکو به کړې وي، د القاعده یو پټ مرکز تباه شوی دی، لږ تر لږه ٢٠ تنه پکې وژل شوي او ډیر نور زخمي شوي دي.

دغه حمله سهار وختي د افغانستان سرحد ته نږدې د جنوبي وزیرستان په ناامنه سیمه کې شوې ده. ددغې سیمې په باب ویل کیږي چې د القاعدې او طالبانو مشران په کې پټ دي.

د استخباراتو محلي مامورین او قومي مشران وايي، دغه مشکوکو بې پیلوټه الوتکو له خوا دغه دوه توغندي د زنگاري په کلي کې د تندروانو د روزنې په یوه مرکز لگېدلي دي. مرکز تباه شوی او د پیښې اکثره قربانیان محلي او خارجي یاغیان دي.

عیني شاهدان وايي، له حملې لږ وروسته ځايي طالبانو دغه سیمه محاصره کړه او په پیښه کې وژل شوي او زخمیان یې یوه نامعلوم ځای ته انتقال کړل.

د بې پیلوټه الوتکو دغه وروستۍ حمله په داسې وخت کې شوې چې د افغانستان او پاکستان لپاره د امریکا خاص استازی ریچارډ هالبروک سیمې ته ورغلی. هغه ددې اونۍ په سر کې د اسلام آباد له چارواکو سره وکتل او اوس په کابل کې دی چې د تروریزم په خلاف جگړې ته نوې لارې چارې ولټوي.

د هغه د حقایقو د معلومولو دغه سفر به له جمهور رئیس براک اوباما سره مرسته وکړي چې ددغه سیمې لپاره موثره پالیسي جوړه کړي.

ځنیې انتقاد کوونکي وايي، د بې پیلوټه الوتکو دغه ډول حملې به د پاکستان په څیر د امریکا مهمو ملگرو ملکونو ته ستونزې جوړې کړي. د پاکستان د نیمه خودمختارې سیمې یا فاټا پخوانی امنیتي مسئول محمود شاه:

"د توغندیو له دغو حملو سره دا د پاکستان لپاره د افراطیت د مخنیوي چاره نوره هم جنجالي کوي. خو که امریکا ځان د پاکستان په چارو کې دخیل کړي، دا به تندلارو ته یوه بهانه پیدا کړي. زه یقین لرم چې موږ خپل غږ تر ریچارډ هولبروک پورې رسولی دی. او د تروریزم په خلاف په جنگ کې د هر ډول دخالت مخکې موږ باید اول خپل د خاورې د تمامیت احترام وکړو".

د تیر کال راهیسې د سي.آی.آې دغه بې پیلوټه الوتکو د پاکستان په خاوره کې نږدې ٣٠ حملې کړي دي. او په اکثره پیښو کې د القاعده او طالبانو مرکزونه په نښه شوي دي. پاکستاني چارواکي دا کار پر خپل حریم تیری گڼي او وايي له دې آمله ملکي تلفات د افراطیت د لا زیاتېدو سره مرسته کوي.

د پاکستان عسکرو هم په تیرو څو کلونو کې د ملک په قبایلي سیمو کې د تندروانو خلاف پراخ ځمکني او هوايي عملیات کړي او د بري ادعا یې کړې ده.

خو د قبایلي سیمو دباندې د ملک په نورو برخو کې ځانمرگه بمي چاودنو او پر امنیتي قواوو باندې حملو دا پوښتنې را پیدا کړي چې په ملک کې د افراطیانو په خلاف جگړه سمه پر مخ نه ځي.

XS
SM
MD
LG