د لاس رسي وړ اتصالات

د اېران د دفاع وزېر نن روسېې ته رسېدلی دی


رپوټ واېې چې هغه غواړی له روسېې نه هغه پر مختللی توغندی وغواړی چې د هواېې دفاع لپاره استعمالېږی. او د اسراېېلو او امرېکا احتمالی حملی مخه نېولی شی.

د سفر په داسی وخت کې کېږی چې د اېران اړېکی له غرب سره خړې پړې دی. د روسېې چارواکې واېې چې مصطفی محمد نجار د روسېې د دفاع وزېر اناِتولی سردېوکوف سره ددوشنبی په ورځ گټور ملاقات وکړ.

رپوټونه واېېچې نجارله روسېې سره په خبرو کې په دې تمرکز کاوه چې په هغه جنجالی قرار داد عمل وکړی چې ېو څه موده د مخه لاسلېک شوی او په هغه کې روسېه اېران ته د هواېې دفاع S-300 توغندی ورکوی.

رپوټ واېې دغه معامله تېرکال شوی وه خو روسېې لاتر اوسه پورې پرېکړه نده کړی چې هغوی ته دغه دافع هوا سېستم ورکړی او که نه.

اسراېېلو او امرېکا کوشش کړېدی چې مسکو ددغی معاملی له عملی کولو نه منصرف کړی. دواړو حکومتونو پر اېران تور لگولی دی چې اېران په پټه د اټومی وسلو د جوړول پروگرام چلوی. که څه هم تهران د اسراېېلو د تخرېب لپاره غږ کړېدی خو واېې چې اټومی پروگرام ېې سوله ئېز اهداف لری.

XS
SM
MD
LG