د اوباما حکومت وايي، د بگرام په امریکايي اډه کې بنديان نشي کولای د خپلو دوسیو په باب امریکايي محکمو ته عریضه وکړي.
د امریکا د عدلیې وزارت د بندیانو په اړه د بوش د حکومت پالیسي تائید کړې ده.
د قیدیانو مدافع وکیلان د وزارت ددغه پریکړې له آمله مایوسه شوي دي.
تیر کال د امریکا سترې محکمې حکم وکړ چې د گوانتانامو بندیان کولای شي د امریکايي محکمو ته خپلې دوسیې وړاندې کړي، ځکه چې دغه زاندان د امریکا تر واک لاندې سیمه کې پروت دی.
خو د عدلیې وزارت پرون د جمعې په ورځ پریکړه وکړه چې د بگرام په زندان کې قیدیان ددې مستحق نه دي، ځکه چې دغه زاندان د جگړې په سیمه کې پروت دی او هلته لا پوځي عملیات دوام لري.
جمهور رئیس اوباما امر کړی چې په راتلونکي یوه کال کې باید د گوانتانامو زندان وتړل شي.