د لاس رسي وړ اتصالات

اوباما هېله من دی چې د بودجی کسر تر ٢٠١٣ پورې نېماېې کم کړی


د امرېکا جمهور رئېس براک اوباما به د امرېکا د اولسی جرگی د غړېو او اقتصادپوهانو ېوه ډله ددوشنبی په ورځ دېوه مجلس لپاره راوغواړی چې په دې باندی بحث وکړی چې سپېنه ماڼی ورته مالی مسوولېت واېې.

په دې ترڅ کی به د ٢٠١٠ کال په بودجه باندی هم بحث وکړی ځکه په دې اونی کې اعلانېږی.

د حکومت چارواکېو مطبوعاتو ته د ېکشنبی په ورځ ووېل چې جمهور رئېس دا پلان لری چې بل کال پورې د حکومت په بودجه کې غټ کسر په راتلونکېو څلورو کلونو کې نېمایی ته ورسوی.

د امرېکا کاروباری مشران، د کارگرانو مشران، د علمی موسساتو او په سنا کې خاص غړی او په اولسی جرگه کې خاص غړی به ددوشنبی په ورځ سهار په سپېنه مآڼی کې راغونډ شی چې په دغه مجلس کې برخه واخلی.

ښاغلی اوباما به په د سه شنبی په ورځ د کانگرېس په گډه غونډه کې ملت ته خطاب وکړی. توقع ده چې هغه په دې وېنا کې د خپلې بودجی په باب تفصلات څرگند کړی.

د امرېکا مطبوعات واېې چې اوباما دا پلان لری چې د بودجی کسر په دې باندی کم کړی چې د بډاېو خلکو لپاره د بش د وخت دمالېې دکمولو موده پاېته ورسېږی.

له عراق نه عسکر را وباسی او د حکومت ېو شمېر نور لگښتونه کم کړی.

XS
SM
MD
LG