د ملگرو ملتونو د سولی ساتنی قوه واېې چې دوه سوډانی کارگران په ډارفر کې په ېوه ناڅاپې حمله کې وژل شوېدی.
د سولی ساتنی ېو نطآق کمال سېکی واېې چې ټوپک والاپه اسونو او اوښانو سپاره وو او د بشری مرستو او د نړېوالو طبی مرستو کارگران ېې ووژل.
هغه ووېل چې ټوپک والاو د کار گرانو په موټر باندی ډزې وکړی. څلور تنه نورو د ډارفراو خور ابېشی ترمنځ سېمه کې زخمی شول.
په ډارفور کې شخړې مخ په زېاتېدو دی، توقع ده چې قاضېان په نړېواله جناېې محکمه کې په دې فېصله وکړی چې د سوډان د جمهور رئېس دنېولو لپاره امر وکړی او که نه.
پر هغه دا تورونه لگول کېږی چې په سېمه کې ېې د جنگی جناېاتو د برابرولو لپاره زمېنه مساعده کړېده.
د ملگرو ملتونو سر منشی بان کېمون واېې پکار ده چې سوډان له محکمی سره همکاری وکړی او د ملگرو ملتنونو د سوله ساتونکېو او ملکی سودانېانو امنېت وساتی.