د لاس رسي وړ اتصالات

امریکايي ورځپاڼه: افغانستان ستونزمن کال په مخکې لري


کریسټین ساینس مانیړر نن په خپل یوه رپوټ کې لیکي چې افغانستان یو بل ستونزمن کال په مخکې لري. دغه ملک ته د نورو عسکرو لیږل دا معنی لري چې جگړه به دوام ولري او نور ملکي خلک او عسکر به وژل کیږي.

د کریسټین ساینس مانیړر ورځپاڼه لیکي، په افغانستان کې دا وخت یو جدي مشکل دا دی چې د ملک د اساسي قانون له مخې، د جوزا په اوله د جمهور رئیس حامد کرزي د واک پنځه کلنه دوره پای ته رسیږي او له دغه نیټې ٣٠ یا ٦٠ ورځې مخکې باید د جمهوري ریاست انتخابات وشي.

خو د انتخاباتو موقت کمیسیون وویل، دوی ته باید وخت ورکړل شي چې انتخاباتو ته تیاری ونیسي.

کریسټین ساینس مانیړر لیکي، ډیر خلک د انتخاباتو د ځنډېدلو طرفدار و خو د ولسي جرگې رئیس یونس قانوني او پخپله د جمهور رئیس کرزي مرستیال، احمد ضیا مسعود وویل، ښاغلي کرزي ته په کار دي چې د جوزا په اوله یې د قانوني مودې له پوره کېدو سره واک پرېږدي.

ورځپاڼه لیکي، همدا باعث شو چې جمهور رئیس کرزي د شنبې په ورځ د انتخاباتو د نیټې د رامخته کولو لپاره فرمان صادر کړ.

کریسټین ساینس مانیړر په خپل رپوټ کې وايي، په افغانستان کې دغه ډول اختلافات معمولا د جگړې له لارې حل شوي. د مثال په ډول په ١٩٩٢م کال کې چې صدراعظم د ارگ ماڼۍ په توپونو وویشتله.

خو ورځپاڼه وايي، دا ځل وخت بدل دی. جمهور رئیس او د هغه مخالفین دواړه له اساسي قانون هم د تورې او هم د سپر په توگه اخلي. دواړه خواوې داسې فکر کوي چې اساسي قانون د دوی د موقف ملاتړ کوي. خو په یوې خبرې چې دواړه خواوې توافق لري، هغه دا چې د ټوپک حاکمیت نه بلکه د قانون حاکمیت غالب دی.

کریسټین ساینس مانیړر وايي، په تیرو وختونو کې ددغسې مسایلو د حل لپاره جمهور رئیس کرزي د ملک سترې محکمې ته مراجعه کړې ده. خو پارلمان بیا د سترې محکمې مداخله ردوي او وايي چې ددې لپاره باید د قانون په رڼا کې یو جلا کمیسیون وضعه شي.

کریسټین ساینس مانیړر لیکي، روان بحران کیدای شي د سیاسي مصالحې له لارې ممکن وي او د یوې مصالحې لپاره د جمهور رئیس، د قاضي القضات او د پارلمان د مشرانو تر منځ خبرو اترو ته ضرورت دی.

XS
SM
MD
LG